دالمان د دفاع وزارت ښايي سوريي ته خپل ۱۲۰۰ پو ځيان وليږي، تر څو المان هم په سوريه کې په محاربوي فعاليتونو کې برخه واخلي. دامطلب د Bild am Sonntag ورځپاڼې سره په مرکه کې الماني سر پلټونکې يا مفتش ولکر وسکر څر ګند کړی دي.

« د ورځپاڼي د معلوماتو پر اساس دالمان حکومت هڅه کوي چې په سوريه کې په همدغه روان کال کې د عملياتو دپيل حکم تر لاسه کړي. دعملياتو پيل د رسمي ه367590وکړي تر اخستلو وروسته پيليږي. د سر پلټونکې په خبره دغه پوځي ماموريت به تر ډير وخت پورې دوام وکړي او دالمان پو ځي پوتانسيل ددې اجازه ورکوي « د مامريت اوږديدا په سياستوالو پورې اړه لري خو له پوځي پلوه موږ زړه ور يو».

د المان د دفاع وزير اورسولا فون دير لياين ويلي دي چې خبره په پوځي عملياتو کې د ګډون نه ده ، دا په سوريه کې پوځي ماموريت دي چې موخه يي د «اسلامي دولت» پر ضد مبارزه ده. په سوريه کې دالمان دپوځي ماموريت په اړه پارلماني بحث په راتلونکې اونۍ کې پيل کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *