چین غواړي چې په جیبوتي هېواد کې، چې په افریقا لویه وچه کې پروت دی، خپله لومړنۍ بهرنۍ پوځي اډه جوړه کړي. په پیکینګ کې د دغه خبر، چې جګپوړیو امریکایي پوځیانو خپور کړی، رسمي پخلی تر اوسه نه دی شوی، خو دومره یې ویلي، چې د دغه ډول پروژې ودانول اړین دي411212.

دغه ګام به چین ته د دې شونتیا ورکړي چې خپل پوځي او اکتشافي وس زیات او پراخ کړي. او په افریقا کې به د چین د ګڼ شمېر اقتصادي پروژو امنیت هم وساتي. چین په افریقا کې داسې څه لري، چې ساتنه یې باید وکړي. اوس په افریقایي هېوادونو کې د چین ولسي جمهوریت ټوله پانګونه ۴۰ میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

په افریقا کې د چین د پوځي اډې د ژر پرانېستل کېدا خبر په واشنګټن کې له خپرېدونکې The Hill ورځپاڼې سره په افریقا کې د امریکا متحدو ایالتونو د پوځونو له قوماندان جنرال ډېویډ رودریګېز له مرکې راووت. د دغه امریکایي جنرال له خولې، چین په جیبوتي کې د لسو کالونو لپاره د پوځي اډې د جوړولو تړون لاسلیک کړ. خو جنرال د همدې په څنګ کې په افریقا کې د چین ولسي جمهوریت دغه ډول کړنې لمسوونکې نه ګڼي. جنرال زیاته کړه، چې پیکینګ د ملګروملتونوټولنې په سیمه ییزو رسالتونو کې ګډون کوي او د افریقایي هېوادونو لپاره پوځیان روزي. د جنرال ډېویډ روډریګېز په اند په راتلونکې چینایي اډه کې د هوایي ډګر شتون به په منځني ختیځ، په شمالي او منځنۍ افریقا کې د اکتشافي اطلاعاتو راټول ډېر اسان کړي.

په افریقا کې د چینایي اډې د جوړېدا خبر ناڅاپي نه دی. په وروستیو څو کالونو کې چینایي پوځیانو او سیاستوالو د همدغې مسألې پر سر د جیبوتي له مشرانو سره خبرې اترې کولې. د جیبوتي د دفاع وزارت د نومبر پر ۸-مه اعلان وکړ، چې د چین د وسله والو ځواکونو لوی درستیز فان فېنهویي جیبوتي ته ورغلی وو. ده «سانیا» نومې هغه جنګي بېړۍ هم وکتله، چې په عدن خلیج او د سومالي غاړو ته په ورڅېرمه اوبو کې یې د سمندري داړه مارۍ پرضد په ګزمو کې ګډون کړی وو. ان لا په همغه وخت کې د جیبوتي ولسمشر اسمعیل عمر ګېلې له فرانسوي رسنیو سره په مرکه کې دا ومنله، چې لوري د اډې د پرانېستلو پر سر پر خبرواترو بوخت دي. خو د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویاند هوا چونین هغه وخت یوازې دومره وویل، چې په دغه سیمه کې سوله او ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی. او چین په دغه سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګولو کې د خپلې ونډې زیاتولو ته چمتو دی.

پیکینګ پرون د اډې د جوړېدا پخلی په نامستقیم ډول وکړ. د چین ولسي جمهوریت د دفاع وزارت ویاند او څیان د ژورنالستانو پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وویل چې د پوځي اډې جوړېدا د «خبرواترو موضوع» ده. د روسیې د ستراتیژیو او تکنالوژیو د مرکز یو څېړاند واسیلي کاشین د روسیې له «کامرسانت» ورځپاڼې سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې له دغه مرکز څخه به د داسې لوژیستیکي مرکز په توګه استفاده کیږي، چې چینایي ګزمه وهونکې بېړۍ به هلته خپل اکمالات کوي.

جیبوتي یو ووړ افریقایي هېواد دی، د اوسیدونکو شمېر یې ۸۰۰ زرو تنو ته رسیږي. دغه هېواد له سومالي، ایتوپیا او اریترۍ سره ګډه پوله لري. د باب المندېب تنګي د یوه شاخ په توګه ډېر ښه ستراتیژیکي پروتوالي دغه هېواد د پوځي اډې د جوړولو لپاره په ډېر ښه ځای بدل کړی دی. د یادولو وړ ده، چې د همدغه باب المندېب تنګي له لارې هره ورځ ۳.۸ میلیونه بارېله تېل وړل کیږي. امریکا متحد ایالتونه، فرانسه او جاپان هم په جیبوتي کې خپلې پوځي اډې لري. د واسیلي کاشین په اند د دغې پوځي اډې جوړېدا په «روغ ستر قدرت» د چین د بدلېدا په لاره کې یو بل ګام دی. کاشین په همدې تړاو د خپلې تبصرې په پای کې زیاتوي: «چین د ډېرې مودې په اوږدو کې خپل وس قصدي کم ښوده، خو په وروستیو کالونو کې یې خپل دریځ بدل کړی. فرانسه او برتانیا کولای شي، چې په بهر کې پوځي اډې جوړې کړي او په بهر کې د خپلو اتباعو د ساتنې په موخه عملیات وکړي، نو چین یې ولې ونه کړای شي؟».

د چین د سوداګرۍ وزارت د احصایو له مخې چین په وروستیو ۱۵ کالونو کې په افریقایي هېوادونو کې تر ۴۰ میلیاردو ډالرو هم زیاته پانګونه کړې ده. چینایان په دغه سیمه کې د ګټورو توکو د کانونو په راوېستلو او د خوړنتوکو د تولید په ساحه کې د پروژو له ودانولو سره زیاته لېوالتیا ښیي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *