نیویارک ته له سوريې او یو شمېر نورو جنګ ځپلو سیمو څخه د ورتلونکو کډوالو تود هر کلی وشوB288A0AD-223F-430A-BE5F-7A03670B50EA_mw1024_s_n.

د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه شاوخوا ۲۲۰۰ سوريايي کډوال امریکا ته راغلي دي؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزرات وايي چې په دوی کې نژدې ۷۷ فیصده يې ښځې او ماشومان دي.

دوی د امریکا بېلابېلو سیمو کې مېشت کړل شوي او یو پام وړ شمېر يې د نیویارک ښار ته تللي دي.

د نیویارک ښاروال بل ډي بلاسیو چې نیویارک د ” کډوالو ویاړلی ښار” بولي وايي چې دوی به هغه خلک له پامه ونه غورځوي چې د ظلمونو او کورنیو جکړو له کبله تښتي.

ښاروال د نیویارک د مسلمانانو د ټولنې رول له ترهګرۍ سره په مبارزې کې ډېر مهم وباله.

د نیویارک په زړه بروکلن کې، د داود په نامه لومړنی جومات په ۱۹۳۹ کال کې جوړ شو، خو اوس په دغه ښار کې د مسلمانانو ۲۷۰ جوماتونه دي.

نیویارک ته په ورغليو کډوالو کې د یمن، مصر، فلسطين، سوریې او نورو هېوادونو خلک دي؛ په نیویارک کې د عربو امریکايانو د ټولنې مشر ډاکټر احمد جابر وايي چې د مسلمانانو او عیسویانو په ګډون د ټولنې هره طبقه کډوالو ته ښه راغلاست وايي.

په نیویارک کې د ژغورنې نړیواله کمیټه د کډوالو د ماشومانو لپاره د ښوونځیو بندوبست کوي او هڅه يې دا ده چې ماشومان د امریکا له ژوند او حکومتي ښوونځیو سره اشنا کړي.

د دغه پروګرام مشره سارا روباټم وايي چې د پروګرام اصلي هدف د یوې مرستندویه ټولنې جوړول او مرسته کول دي.

مریکا ته د سوریې او نورو هېوادونو د کډوالو راتګ، د هغوی منل او نه منل د دغه هېواد سیاستوال سره وېشلي دي.

د جمهوري غوښتونکو کاندید ټډ کرز او جب بش د امریکا پر حکومت غږ وکړ چې یوازې مسیحي کډوال ومني او له مسلمانانو دې تېر شي؛ د دغه ګوند یو بل کاندید ډونلډ ټرمپ له دې هم یو ګام مخکې ولاړ او ویې ویل چې هغه به یو کډوال هم ونه مني.

خو ډاکټرجابر دا خبرې د امریکا د اساسي قانون خلاف ګڼي او وايي چې څنګه امکان لري چې کډوال د مذهب په اساس قبول یا رد کړل شي.

د واشنګټن پوسټ، ای بي سي او ان بي سي یوې کډې سروې کې ډېرو خلکو ویلي چې امریکا باید د سوریې کډوال ونه مني؛ دوی د پارس له بریدونو ورسته د خپل امنیت په اړه اندېښمن دي او ویره لري چې د ګډوالو په جامه کې اورپکي امریکا ته داخل نشي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۲۰۰۰ نورو سوريايي کډوالو اسناد برابر کړي چې امریکا ته راوستل کیږي او مېشتیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *