يو شمیر والیانو د اړوندو ولايتونو د ستونزو په اړه له وزيرانو سره کتلي

ځینو والیان وايي، لا تر اوسه د سړک جوړونې او پوهنې په برخو کې ډېر کار نه دی شوی او خلک هم د دغه راز پروژو ترسره کېدو غوښتونکي دي

د افغانستان د شپږو ولایتونو والیان پلازمینې کابل ته راغلي او د خپلو ولایتونو د اړوندو چارو او ستونزو د حل په اړه یې د کابینې له وزیرانو سره خبرې کړې دي151128133812_arg_meeting_with_governers_640x360_arg_nocredit.

د سړکونو جوړول، روغتیايي چارو، زده کړو او لسګونو نورو پروژو ملاتړ د دغو والیانو غوښتنې دي چې دولت ته یې وړاندې کړي.

وړاندې تر دې یو عمده شکایت دا و، چې حکومت لېرې پرتو ولایتونو ته پام نه کوي او د خلکو په ژوند کې هم کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی.

دغه والیان وايي د کابینې وزیرانو او په مرکز کې نورو چارواکو له دوی سره ژمنې کړې او ورته ویل شوي چې د دوی غوښتنو ته به مثبت ځواب ووايي.

د هرات، نمیروز، پروان، کاپیسا، بامیانو او ډایکنډي ولایتونو والیانو نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د اړوندو ولایتونو ستونزو او چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ځینو والیانو وویل، لا تر اوسه د سړک جوړونې او پوهنې په برخو کې ډېر کار نه دی شوی او خلک هم د دغه راز پروژو ترسره کېدو غوښتونکي دي.

دوی د هغو پروژو چې باید کار پرې وشي او نورو ستونزو په اړه د کابیني له وزیرانو سره خبرې کړې دي.

د دایکنډي والۍ معصومه مرادي خبریالانو ته وویل، اړوندو چارواکو د ستونزو د حل په برخه کې ځينې ژمنې ورسره کړې دي.

ولسمشر غواړي په هرو دوو اونيو کې د شپږو ولایتونو واليان کابل لاړ او له کابينې سره به خپلې ستونزې شريکې کړي

دا وايي “موږ به په کابل کې د خپل شتون پر مهال له وزیر صاحبانو سره د ځینې لویو ستونزو او موضوعاتو په اړه بحثونه وکړل. چې وکولای شو یوې ښې او مثبتې پایلې ته سره ورسېږو. او وروسته تر دې له مرکز سره ښه او منسجم پروګرامونه ولرو”.

یادو والیانو په اړوندو ولایتونو کې د پرمختګونو او دغه راز د چارو پر وړاندې د خنډونو یادونه هم وکړه. پر وخت د پروژو پلي کېدو لګښتونه، د خلکو د اقتصادي حالت د ښه کېدو لپاره د تولیدي فابریکو نه شتون، په ځینو ولایتونو کې د پوهنتونونو او لیلیو نه شتون او په ځینو ولایتونو کې د سیمه ییزو چارواکو سرپرستي هغه ستونزې وبلل شوې چې د کارونو د ورو تر سره کېدو او لږ پرمختګ لامل شوي دي.

خو د هرات والي محمد اصف رحیمي وايي دوی دا ځل د خپلو غوښتنو په برخه کې جدي دي او له چارواکو غواړي هغه چارې چې د حل وړ دي باید پر مخ یې یوسي.

وړاندې تر دې یو عمده شکایت دا و، چې حکومت لېرې پرتو ولایتونو ته پام نه کوي او د خلکو په ژوند کې یې کوم د پام وړ بدلون نه دی راغلی. خو دا ځل ولسمشر محمد اشرف غني هوډ کړی چې په هر دوو اوونیو کې د شپږو ولایتونو والیان د هغوی د کارونو د ارزونې لپاره مرکز ته راشي او له کابینې سره به خپلې ستونزې شریکې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *