د منځنۍ اسیا هېوادونو له افغانستان څخه د راتلونکو افراطي ځواکونو له خوا د کېدونکو بریدونو په وړاندې د ځان ژغورنې کارونو سرته رسولو ته لاس اچولی دی304968.

د افغانستان په شمال کې د حالاتو تر بیا کړکېچن کېدو وروسته ترکمنستان له افغانستان سره خپلې ګډې پولې ته نور پوځي قطعات هم لېږلي، تاجکستان د انترنېټ او موبایل مخابرې بندول قانوني کړل، په ازبکستان کې ترهګریز ضد تطبیقات پیل شوي او په قزافستان کې افراطي سختدریځه اسلامپال نېول کیږي او محاکمه کیږي. یوازې په قرغزستان کې د دغه هېواد د ۶-میلیونم وګړي د زېږېدا په تړاو جشني مراسم جوړ شوي.

د افغانستان په شمال کې تر نسبي لنډې کرارۍ وروسته طالبانو او د داعش جګړه مارانو بیا خپل فعالیت پیل او تود کړی دی.

دوې اونۍ وړاندې طالب جنګیالیو درقد ولسوالي ونېوله او په دې ورځو کې یې په تخار کې پر خواجه بهاوالدین ولسوالۍ بریدونه پیل کړي دي. په ګاونډیو نورو سیمو کې هم حالات ډېر کړکېچن دي. د افغانستان په شمال کې حالاتو افغان چارواکي دومره زیات په اندېښمن کړي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت د شورا غونډه په کندوز کې جوړه کړه.

ګاونډیو هېوادونو هم په افغانستان کې د پېښو په تړاو خپل غبرګون وښود. عشق اباد د افغانستان په فاریاب او جوزجان ولایتونو کې حالاتو ته په زیاته اندېښنه کې دی. هلته طالب جنګیالي خپل قوت زیاتوي او عشق اباد دېته اړ شوی، چې د ترکمنستان او افغانستان پولې ته نور ځواکونه هم ولېږي.

د ازبکستان په بخارا ولایت کې دوه ورځیني تاکتیکي تطبیقات پیل شوي او په دغو تطبیقاتو کې د ترهګریز ګواښ او د طبیعي او تکنوجني څرنګوالي د فوق العاده پېښو د راپیدا کېدو په حالت کې اړینې کړنې تمرینیږي. د دغو تطبیقاتو په بهیر کې به د خلکو امنیت ته د ګاښ د راپیدا کېدو په وخت کې د اړینو او بېړنیو پرېکړو کولو ته د امنیتي اورګانونو چمتووالی وازمویل شي. د ازبکستان په امنیتي اورګانونو کې د یوې خبري سرچینې له خولې، په پام کې ده، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغه ډول تطبیقات وشي.

په قزاقستان کې د استانې یو څو تنه اوسیدونکي د ترهګرۍ د تبلیغ په تور محاکمه شوي. د قزاقستان د ملي امنیت د دولتي کمېټې مطبوعاتي څانګې خبر ورکړ، چې «د قزاقستان درې تنو وګړو ومنله چې افراطي مذهبي ایډیالوژي یې خپروله او خلک یې دې ته رابلل، چې د «اسلامي دولت» د ترهګریزې ډلې په لیکو کې، چې په قزاقستان کې یې پر فعالیت بندیز لګېدلی، ودریږي. د روسیې د پوهنو اکاډیمۍ د افریقا انستیتوت د تمدني او سیمه ییزو څېړنو د مرکز یو څېړاند رحیم بېک باباخانوف له «نې زاویسیمایه ګزیته» سره په مرکه کې په همدې تړاو د غږېدا په ترڅ کې وویل: «په قزاقستان کې د سلفي مفکورې د اغېز پراختیا له ورایه ښکاري. سلفیت — دا په اسلام کې یو ډېر افراطي دریځه بهیر دی، چې له سعودي عربستان څخه نورو هېوادونو ته صادریږي. سلفي سازمانونه د منځنۍ اسیا په ډېرو هېوادونو کې او د هغوی په ډله کې په قزاقستان کې هم خپل فعالیت علني او په نیمه علني بڼه سرته رسوي».

په تاجکستان کې هم اوپراتیفي کارونه سرته رسول کیږي. لکه چې د «ازادۍ» راډیو خبر ورکړ، پرون د دغه هېواد د ملي امنیت دولتي کمېټې د دې حق ترلاسه کړ چې د ترهګریز ضد عملیاتو د سرته رسېدا په ورځو کې انترنېټ او ټلیفوني مخابرات پر قانوني بنسټ بند کړي.

تاجکستان نه یوازې له افغانستان څخه د طالبانو او یا د داعش د جنګیالیو د ورتګ په بڼه بهرني ګواښ ته په اندېښنه کې دی، بلکې له خپلو داخلي سختدریځه اسلامپالو هم ډاریږي. د سږ کال په سیپټمبر کې د هېواد چارواکو د تاجکستان د اسلامي غورځنګ د ګوند پر فعالیت بندیز ولګاوه، ګوند یې سختدریځه او افراطي اعلان کړ او مشران یې بندیان کړل.

رحیم بېک باباخانوف په خپله مرکه کې زیاتوي: چارواکي د هېواد وګړي ډاروي او خپلو کلکو کړنو ته د «اسلامي دولت» د راتګ په ګواښ برأت ورکوي. خو د «اسلامي دولت» یوازې هغه ګډونوال ډېر خطرناک دي، چې په عراق او سوریه کې جنګېدلي او اوس بېرته تاجکستان ته راستانه شوي دي. خو دغه وګړي اوسمهال دومره د یادولو وړ پیاوړی ځواک نه دی. «اسلامي دولت»، تاجکستان ته تر راتګ دمخه لومړی باید افغانستان ونیسي. «اسلامي دولت» د افغانستان له نېولو پرته تاجکستان ته په اسانۍ نشي راتلای. بل ګواښ، چې د تاجکستان چارواکي یې یادوي، طالبان دي. خو د افغانستان طالبان د خپل هېواد له پولو دباندې چاته ګواښ نه دی. هغوی یوازې د افغانستان په دننه کې پیاوړي دي. د رحیم بېک باباخانوف له خولې د ځوانانو هغه نوي سازمانونه ډېر ستر ګواښ دی، چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت کوي. په دغه لړۍ کې د «نوي رستاخېز» او د هغه د همفکرو نورو ډلو یادونه کولای شو.

نوي «رستاخېز» خپل نوم له هغه سازمان څخه راپور کړی، چې په تاجکستان کې یې په ۱۹۹۲-۱۹۹۷ کالونو کې د کورنۍ جګړې په وخت کې او له هغې نه دمخه فعالیت کاوه. رحیم بېک باباخانوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي: داسې ښکاري چې دغه سازمان هغو ځوانانو نوی جوړ کړی او یا یې همغه پخوانی بیا راژوندی کړی، چې په لوېدیزو هېوادونو کې یې زده کړې کړي او د تاجکستان د شمالي سیمو اوسیدونکي دي. دوی په ټوله کې په بهر کې ژوند کوي او په انترنیټي ټولنیزو شبکو کې ډېر فعال دي. رحیم بېک باباخانوف زیاتوي: «د دوی موخه — د ولس راپاڅول، د اوسني حکومت بدلول او د فارسي ژبې تورو ته د لیک اړول دي. د ځینو اطلاعاتو له مخې د نوي «رستاخېز» د فعالیت لګښتونه د ایران هغه کړۍ ورکوي، چې غواړي «ایرانی شیعیزم» تاجکستان ته هم ولېږدوي او هلته یې خپور کړي. د یادولو وړ ده، چې د تاجکستان د روحاني ټولنو ځینې استازي همدا اوس هم د همدغه کار پر کولو بوخت دي. دا ټول هغه څه دي، چې د تاجکستان تر اسلامي غورځنګ ګوند، چې امام علي رحمان د افراطي ګوند په توګه اعلان کړ، د هېواد د چارواکو په وړاندې زیات ګواښوونکي دي». کارپوه رحیم بېک باباخانوف د خپلې مرکې په پای کې زیاته کړه: همدا اوس په یو شمېر هغو انترنېټي ګروپونو کې، چې «رستاخېز» جوړ کړي، له ۱۰ تر ۱۵ زرو تنو پورې وګړي راټول شوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *