مالي کې د ملګرو ملتونو پر اډه بريد کې ۳ کسان وژل شوي

151128114124_un_worker_in_mali_640x360_ap_nocredit۲۰۱۴ کال د مالي شمال کې د اسلامي دولت ډلې له پرمختګ وروسته ملګرو ملتونو په دې هېواد کې سوله ساتونکی پوځ جوړ کړ

ملګري ملتونه وايي د افريقا لوېديځ مالي کې د دې ډلې پر سوله ساتونکو بريد شوی چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

بريد د شبنې پر ورځ (۲۸ نومبر) د مالي کیدال سیمه کې شوی.

د مالي د چارواکو په وينا، پېښه کې د ملګرو ملتونو دوه سوله ساتوونکي او يو تړونوال وژل شوی دی.

په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکي پوځ وياند وايي، د کیدال سيمې پر پوځي اډه له څلورو تر پنځو راکټ بريدونه شوي دي.

چارواکي زياتوي د بريدونو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان ټپيان شوي هم دي.

۲۰۱۴ کال د مالي شمال کې د اسلامي دولت ډلې له پرمختګ وروسته ملګرو ملتونو په دې هېواد کې سوله ساتونکی پوځ جوړ کړ چې د “اورپکو” پر وړاندې جنګېږي.

تېره اوونۍ د مالي پلازمېنه باماکو پر يوه هوټل “اسلامي دولت” ډلې بريد کړی و چې په ترڅ کې يې بهرني او کورني مېلمانه يرغمل کړي و.

چارواکي وايي په دغه پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي وو.

له دغو بريدونو وروسته د مالي ولسمشر ابراهيم بوبکر کيتا په دې هېواد کې ۱۰ ورځنی بېړنی حالت اعلان کړی او وېره يې ښودلې وه چې کېدای شي په دې هېواد کې “اورپکې” ډلې نور بريدونه ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *