د ترکيي ښکارې الوتکو په اسمان کې روسيي سوخو -۲۴ ته کمين نيولی وو

د ترکيي ښکاري F-16 الوتکې چې د سی شنبی په ورځ يي روسيي Su-24M الوتکه وويشتله اورانسکوره ئي کړه په هوا کې يي انتظار يوست، دغه پيښه وار د410547مخه پلان شوی وه.

دامطلب نن د جمعی په ورځ دروسيي د هوايي —فضايي ځواکونو قوماندان جنرال ويکتور بانداريف ژورنالستانو ته څرګند کړی دي. — « دسوريي د رادار دستګاه د کنترول پائیلي ښيئ او تائيدوي چې د ترکيي دوې F-16C جټ الوتکو په هواکې د ۲۴۰۰ مترو په جګوالې د سهار له ۹ بجو ۱۱ دقيقو څخه تر ۱۰ بجو ۲۶ دقيقو پورې د يو ساعت او ۱۵ دقيقو په موده کې نوکريوالې کړي ده. دا ددې معنی ورکوي چې ترکي الوتکو د ترکيي په فضا کې لاوار دمخه پلان درلود او د کمين چمتوالی ئي نيولی وو». — دامطلب بانداريف څرګند کړ. ده زياته کړه چې F-16C الوتکو دپاره د ديارباقر له هوايي اډې څخه چې په ځمکه کې موقعيت لري تر هغه ځايه پورې چې توغندي وويشتل شو ۴۶ دقيقو وخت ته اړتيا ليدل کيږي.- ۱۵ دقیقی دالوتکې د پرواز چمتوالي او ۳۱ دقيقي دتوغندي دويشتلو ترځایه پوري ضروري وو. نو له دې کبله د جنرال په خبره د ديارباقر له هوايي ډګر څخه د Su-24M روسي الوتکې راغورځول ناممکن دي. داپه دې معنی چې پرواز لپاره لازم وخت د حملي دپاره تر اصغري وخت ۱۲ دقیقي زياتيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *