امريکا له ترکيي غواړي چې له سوريي سره د خپلې پولې مدافعه ټينګه کړي

دامريکا متحده ايالات له ترکيي څخه غواړي چې د سوريي سره په پوله کې د ۱۰۰ کيلومترو په برخه کې د ترکيي پوځيانو شمير زيات کړي، کوم چې له همدغې سيمي څخه د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې پلويان له بهر څخه د جګړو سيمو ته ځي او ياهم بيرته ترې وځي410898.

دامطلب وال استريت ژورنال څرګند کړی دي. «پوله بايد وتړل سي دايو نړيوال ګواښ دي له سوريي څخه راځي او له ترکيي څخه تيريږي»- دامطلب د ولسمشر بارک اوباما دادارې سرچېني څرګند کړی دي. امريکايي چارواکو دانه دي ويلي چې د پولې د ټينګولو دپاره په کوم شمير پوځيان ضرور دي. خو ، په پنتاګون کې د ورځپانې د منبع د ارزونې له مخې، ښايي دغه شمير ۳۰ زره پو ځيانو پورې وې. او د دې د پاره چې د پولې يوه برخه بيله کړو ترکيه بايد همدغه سيمي ته لس زره عسکر وليږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *