410281په دغو کسانو کې درې تنه تنکې ځوانان هم شامل دي.

سعودي عربستان په پلان کې لري ۵۰ تنه چې په ترهګرۍ تورن دي سرونه غوڅ کړي. درې تنه لا قانوني عمرونو ته نه دي رسيدلې. دامطلب برتانوی ورځپاڼه انډيپنډينټ ور کړی دي.لکه چې «Gazeta.ru» خبر ورکوي سږکال په دغه هېواد کې ۱۵۰ اعدامونه ترسره شوي دي. خو دالومړی ځل دی ،چې ددغه هېواد وګړي د ترهګرۍ سره دتړاو په تور اعداميږي. ورځپاڼه زياتوي چې اووه تنه شيعه مذهبه دي. د يادونې وړ ده چې د سعودي عربستان شيعه توکمه تل د سنيانو لخوا د زورزياتي او تبعيضي چلن له کبله په احتجاجونو لاس پورې کړی دي د پنځوبندي شيعه زامنو مور منلې ده چې زامن يي شکنجه شوي دي د سعودي عربستان مقامات دغه تورونه نه مني.دبشري حقونو سازمان Amnesty International استازي سيواک کيچيچان وايي چې انکار نه منونکې شواهد موجود دي چې پوليس خلګ شکنجه کوي. او ديوه بشپړه اوبې پرې تحقيقاتو غوښتنه يي کړي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *