ترهګرو ، چې د نوامبر پر ۱۳ نيټه يي په پاريس کې يولړ ترهګرۍ بريدونه ترسره کړل د هغو اتومات وسلو څخه چې په دغو بريدونو کې ترې کار واخستل شو د انترنيت له لارې په المان کې تر لاسه کړي دي.

دغه معلومات د المان تحقيقاتي ټيم لخوا دپاريس دترهګرۍ بريدونو په اړه له دې کبله تر سره شوي چې ورته پيښي په المان کې رامنځته نه شي. د ريانووستي اژانس د « Bild » مجلې له قوله وايي چې د وسلوسپارښتنه د نوامبرپه پیل کې د بادن-وورتمبرگ پلورنکې ته ورکړل شوی وه. خبره په دوو اټومات АК-۴۷ ټوپکونو کې ده. دغه وسلې په چين کې جوړيږي او دوه د يوګوسلوايا اټومات Zastava М۷۰ دي. چې د کلاشينکوف کوپي ده، خو د کلاشينکوف جواز نه لري. ددغه وسلو خرڅوونکې اوس د تحقيقاتو دپاره په اشتوتگارت کې تر توقیف لاندې دي. دده په سمارتفون کې د الکترونيکې پستي تول معلومات خوندې دي. اوپه يوکې ويل شوی چې د «پاريس پر عرب» وسله پلورل شوی ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *