د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکې وایې، چې د تېرو پنځو کالونو راهیسې د افغانستان د کانونو او پټرولیم او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ګډو هلو ځلو سره ۱۶ سوه لرغوني اثار د مس عینک په سیمه کې موندل شويBuddahs4-620x348 او له ویستلو وروسته د ساتلو له پاره پلازمېنې کابل ملي موزیم ته لېږدول شوي دي.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد شفیق پوپل وویل، چې له دغو لرغونو اثارو څخه ۶ سوه د لوګر په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې ثبت او راجستر شوي دي.

پوپل زیاته کړه، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ۲۵ لروغون پېژوندونکي او ۴ سوه پلټونکي د عینک کان د لرغونو اثارو په لټه او را ویستلو لګیا دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، چې د عینکو کان یو شمېر لویې او وړې مجسمې چې سلګونه کلونه لرغونتوب لري د ځېنې کسانو له لوري غلا شوي او ویجاړې شوي دي.

بل لور ته د لوګر ځایي اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي، چې د عینک کان نه لاسته راغلي تاریخي لرغوني اثار لوګر کې خوندي کړي.

د لوګر د ولایتي شورا غړې هما احمدي په دې اړه وايي، څو ځلې د افغانستان د کانونو او پټرولیم او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د لوګر له خلکو سره ژمنه کړې؛ چې په دغه ولایت کې به د مس عینک تاریخي اثارو د خوندي ساتلو په موخه

یو موزیم جوړ کړي، خو لا هم دغه ژمنې نه دي عملي شوي.

په ورته وخت کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ډاډ ورکړي، چې په روان کال کې به د مس عینک کان د تاریخي اثارو د ساتلو او نندارې ته د وړاندې کولو له پاره په محمداغې ولسوالۍ کې په ۴۰جریبه ځمکه کې موزیم جوړ کړي.

لرغون پوه غلام رسول سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان په کچه د لوګر مس عینک کان له تاریخي اثارو غني سیمه ده.

دی وايي، اطلاعاتو او کلتور وزارت دې دغه اثار د مس عینک په نوم نندارې ته وړاندې کړي.

لوګر د کابل په سوېل کې نسبتا ناامنه ولایت دی، چې د تېرو پنځو کالونو راهیسې د دغه ولایت په عینکو کان کار روان دی او وخت ناوخت د ناامنیو له کبله یې کارونه ټکني کیږي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو په خبره، د مرکز پل علم په ګډون په یو شمېر سیمو کې تاریخي اثار د وسله والو له لورې پلټل شوي او قاچاق شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *