د فرانسې جمهور رئیس په مسکو د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې مونږ د داعش په نامه یو گډ دښمن لرو.

د فرانسې جمهور رئیس مسکو ته د سفر په ترڅ کې وویل چې مونږ د “داعش” په نامه یو گډ دښمن لرو ولادیمیر پوتین هم وویل چې روسیه دې ته ت151127030819_sp_francois_hollande_and_vladimir_putin_640x360_reuters_nocreditیاره ده چې د ترهگرو پر ضد د فرانسې سره همکاري وکړي.

د روسیې او فرانسث جمهورو رئیسانو ولادیمیر پوتین او فرانسوا اولاند، د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې سره خبرې وکړې. دا دواړه مشران د بشارالاسد د راتلونکې په هکله سره یو ډول نظر نه لري.

د فرانسې جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل چې د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، ددې هیواد په راتلونکې کې ځای نه لري، خو ولادیمیر پوتین بیا وویل چې د بشارلاسد راتلونکې د روسیې خلک ټاکي.

د فرانسې جمهور رئیس په مسکو د لیدنې کتنې پر وخت وویل چې مونږ د داعش په نامه یو گډ دښمن لرو.

هغه وویل “مسکو ته راغلی یم چې وگورم څنگه باید [د داعش په وړاندې] غبرگون وښایو چې د ترهگرو پر ضد زمونږ د اقداماتو لپاره یوه گډه لار پیدا کړو او البته چې د سوریې د راتلونکې لپاره یوه سیاسي حل لاره هم ومومو..”

هغه وویل چې پر “ترهگرو” باندې د برید لپاره د یو ستر ایتلاف رامنځ ته کیدو ته اړتیا ده.

ښاغلي پوتین په دې هکله وویل چې روسیه تیاره ده چې د فرانسې سره د ترهگرو پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.

روسیې ته له تگ دمخه فرانسوا اولاند د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی و او په سپینې اڼۍ کې یې د جمهور رئیس اوباما سره د ترهگرۍ ضد مبارزې او په ځانگړې توگه د داعش پر ضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې او له ښاغلي اوباما څخه یې وغوښتل چې په دې اړه جدي همکماري وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس نن د پاریس د بریدونو د قربانیانو پر یاد او درنښت مراسمو کې د ترهگرو پر ضد مبارزې ټینگار وکړ او ویې ویل چې د ” متعصبینو لښکر” به وځپي چې تیره میاشت یې پر پاریس باندې وژونکي ترهگریز بریدونه کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *