د روسیې سوخوی ۲۴ الوتکه د ترکیې له ایف ۱۶ ډوله الوتکې نه په توغندي ووېشتله شوه او د سوریې لور ته غرنۍ سیمه کې وغورځيده

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو ویلي د ترکیې له لوري د روسۍ الوتکې غورځول کېدو له پېښې وروسته به اوس انقره ” له روسیې او خپلو مت151126094635_russian_jet_640x360_reuters_nocreditحدینو سره د تاو تریخوالي لږولو لپاره په شریکه کار وکړي.”

خو نوموړی دې سره وايي ترکیه به د خپلې خاورې تمامیت وساتي.

روسیه وايي د ترکیې ایف ۱۶ ډوله جنګي الوتکې یې سوخوی ۲۴ ډوله الوتکه په نښه کړې ده.

بل لور ته ترکیه وايي دغه الوتکه یې فضايي حریم تته ننوتې وه.

له یادې پېښې وروسته د مسکو او انقرې تر منځ په څرګنده تاوتریخوالی ډېر شوی دی، چې د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین په خبره ” ناوړه پایلې به ولري ” د پنجشنبې په ورځ نوموړي د ترکیې هغه ادعا رد کړې، چې وايي دوی ته معلومه نه وه، چې د دوی په لاس نسکوره شوې الوتکه روسۍ ده.

ولسمشر پوتین وايي د روسیې الوتکې په اسانۍ پېژندل کېږي او وايي، د یادې الوتکې د الوت په اړه د ترکیې له اتحادي امریکا سره همغږي موجوده وه.

ولسمشر ولادمیر پوتین له ولسمشر فرانسوا اولاند سره له لیدو وروسته دغه څرګندونې کړې

له دې مخکې د ترکیې ولسمشر ویلي و: ” که موږ ته معلومه وای، چې دغه الوتکه د روسانو ده، موږ به په بېله توګه خبرداری ورکړی وای.”

روسي ولسمشر دغه څرګندونې له خپل فرانسوي سیال سره له لیدو وروسته کړې. نوموړي د اسلامي دولت ډلې خلاف مبارزې کې د نژدې همکارۍ ژمنه کړې.

اسلامي دولت ډله وايي د نوامبر په ۳۰ نېټه پاریس کې بریدونه دوی کړي، چې پکې ۱۳۰ کسان ووژل شول.

دوه روسي پوځیان د هغې سوخوی ۲۴ ډوله الوتکې غورځيدو پېښه کې ووژل شول، چې د ترکیې له ایف ۱۶ ډوله الوتکې نه په توغندي ووېشتله شوه او د سوریې لور ته غرنۍ سیمه کې وغورځيده. روسیه وايي جنګي الوتکې یې په اسانۍ سره پېژندل کېږي

ترک پوځ وايي دوی دغې جنګي الوتکې ته له هغه ۱۷ ثانیې وروسته، چې د دوی فضايي حریم ته ننوته، د خبرداري څو پیغامونه مخابره کړل.

ترک ولسمشر رجب طیب اردګان د بښنې غوښتلو په تړاو د روسیې غوښتنه رد کړې او وايي داسې کومه اړتیا نه ویني، چې ترکیه دې د خپل فضايي حریم پایمالۍ له کبله بښنه وغواړي.

خو فرانسه ۲۴ نومي ټلویزیون سره خبرو کې نوموړي ویلي:

”که موږ ته معلومه وای، چې دا الوتکه د روسیې ده، موږ به په بېل ډول خبرداری ورکړی وای.”

د روسیې ولسمشر بیا په ټینګار وايي د ترکیې لپاره دا ‘ ناشونې ‘ده، چې ګواکې نه پوهیدل د روسیې پر الوتکه برید کوي:

”دغې الوتکې نښان درلود او تاسې په اسانۍ سره دغه نښان لیدلای شئ.”

هغه زیاتوي: ” هغسې چې موږ له متحدو ایالتونو سره هوکړه کړې، وار له مخه مو ورته ویلي و، چې زموږ الوتکه به کومو سیمو کې په څه ډول فعالیت کوي. ترکیه د هغه اتحاد یوه برخه ده او دوی ته باید معلومه وای، چې د روسیې هوايي ځواک هغه سیمه کې په فعالیت بوخت دی.”

” که دا د امریکا الوتکه وای، دوی به پرې ګوزار کړی وای؟ ”

روسیه او ترکیه مهم اقتصادي ملګري هېوادونه دي

ولسمشر پوتین خبرې غونډې ته وویل،موږ چمتو یو، چې نور هم په نژدې همکارۍ د امریکا په مشرتابه له اتحاد سره چارې پر مخ بوځو، خو په وینا یې: ” بې له شکه، چې زموږ د الوتکې په نښه کول او زموږ د پوځیانو وژل کېدو دغه ډول پېښې د منلو نه دي.”

له دې مخکې د پنجشنبې په ورځ روسي پوځ د هوايي پېښو مخنیوي لپاره د بېړنیزې خپلمنځي مخابراتي شبکې په ګډون له ترک پوځ سره ټول اړیکي پرې کړل.

د روسیې لومړي وزیر خبرداری ورکړ، چې نژدې راتلونکو ورځو کې د ترکیې پر ضد د پراخو اقتصادي بندیزونو لګولو پلان لري.

هغه وايي دې سره به د ترکیې خوراکي مواد، په روسیې کې د ترکیې ګټې او یو شمېر هغه پروژې، چې ګډه پانګونه پکې شوې، اغیزمنې شي.

روسیې خپلو وګړو ته ویلي، چې ترکيې ته سفر و نه کړي او دغه راز یې له هغو روسانو، چې لا هم ترکیې کې دي، غوښتي، چې د ‘ ترکیې پر خاوره د ترهګریزو پېښو احتمال له کبله کور ته ستانه شي. ‘

ترکیه او روسیه خورا مهم اقتصادي اړیکي لري. روسیه د ترکیې دویم لوی اقتصادي ملګری هېواد دی او ترکیه بیا هغه هېواد دی، چې د روسي سیلانیانو دویم لوی منزل دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *