ايران ترځمکې لاندې ۱۴ پټ ځايونه لري چې کولای سي د ګرځنده توغندي دستګاه پواسطه توغندي وتوغوي

ايران تر ځمکې لاندي د ګرځنده توغنديو دپاره ۱۴ پټ ځايونه لري چې کولای شي بالیستکي توغندي و توغوي. دامطلب نن د «القدس» د ځانګړو جزوتامونو رسمي استازي جنرال کريم پور څرګند کړی دي410475.

«آيران ترځمکې لاندې د ۳۰ تر ۵۰۰ مترو په ژوروالې پټ ځايونه لري تر ځمکې لاندې تونلونو کې د ګرځنده توغنديو سیستمونه اوباليستيکي توغندي موجود دي». دامطلب فارس اژانس د جنرال له قوله ورکړی دي. اسلامي دولت د باليستيکي توغنديو د جوړولو خپل ځانګړی پروګرام لري. داکتوبر په مياشت کې تهران خپل بالستیکي توغندي په برياليتوب سره وازمويل. نوی بالستکي توغندي «له سطع څخه سطع ته» چې تر ۱،۷ کيلومترو پورې واټن وهي د «عماد » په نوم ياديږي. داد نوی نسل بالستيکي توغندي دي چې په بشپړه توګه په ايران کې جوړ شوي دي».دامطلب دایران ددفاع وزير حسين دهقان ددغه توغندې د ازمايښت پر مهال څرګند کړ. ده زياته کړه چې نوی توغندي دايران د ماهرينو پواسطه جوړ شوي دي. ده وويل چې دالومړۍ توغندي دي چې لري واټن وهي. دغه توغندي د مبدا يا پیل بيا تر هدفه پورې کنتروليږي او توغندی تصحيح کيږي چې پر هدف دقيق ولګيږي. دده په خبره د «عماد » توغندي ددې قابليت لري چې هدفونه په بشپړه توګه له منځه يوسي. دايران د دفاع وزير وويل چې ايران د هیچا څخه د خپل توغنديز پروګرام اجازي غوښتلو ته اړتيا نه لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *