151110160011_bangladesh_military_police_attack_640x360_bbc_nocreditد چهارشنبې په ورځ پولیسو وویل، دوی د جماعت المجاهدین وسله والو برخې مشر الباني وژلی دی.

اسلامي دولت نومي ډله وايي بنګله دېش کې پر یوه جومات د پنجشنبې ورځې برید دوی کړی دی.

د شمال لويدېځ سیمې بوګرا دغه برید کې هغه مهال یو کس ووژل شو او درې کسان ټپیان شول، چې ټوپکوال سړي د مازدیګر لمانځه پر مهال پر جومات ډزې وکړې.

بنګله دېش حکومت وايي یاده ډله په دغه هېواد کې فعالیت نه کوي او دوی پر سیمه ییزو وسله والو ډلو د دغو بریدونو تور پورې کړی.

ځايي پولیس وايي دوه کسان د پوښتنو ګروېږنو لپاره نیول شوي دي.

د پاڼې څارنې خدمتونو برخې ویلي، پر یوه ټویټر اکاونټ چې وايي له یادې ډلې سره تړاو لري پیغام خپور شوی، چې پکې ویل شوي دغه برید دوی کړی دی.

پیغام کې ویل شوي:

‘د خلیفه سرتېرو د مرتدانو یو عبادت ځای په نښه کړ.’

دغه پېښه پلازمېنه ډاکه کې د شیعه ګانو پر یوه زیارت د لاسي بم له بریده یوه میاشت وروسته کېږي.

هغه پېښه کې یو کس وژل شوی و او ۸۰ نور ټپیان شوي وو. د اسلامي دولت ډلې په وینا برید دوی کړی، خو چارواکو ځايي وسله واله ډله ‘ جماعت المجاهدین ‘ د دغه برید مسووله بللې.

د چهارشنبې په ورځ پولیسو وویل، دوی د جماعت المجاهدین وسله والو برخې مشر الباني وژلی دی.

دوی وايي د هغه نیولو هڅه یې کوله، چې په متقابلو ډزو کې نوموړی ووژل شو. بنګله دېش کې ډېری وګړي سنیان دي، خو دغه هېواد کې د شیعه ګانو پر جوماتونو بریدونه له دې مخکې نه دي لیدل شوي.

خو دا وروستیو میاشتو کې دغه هېواد کې پر بلاګ لیکوالو او بهرنیانو یو شمېر بریدونه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *