د عربستان د امريکا په مرسته جگړې ته د ننه شوي
د فارن پاليسي خپرندويي اداري، د عربستان د امريکا په مرسته جگړې ته د ننه شوي، په نامه خپل ريپوټ کې له رياض سره د واشنگتن له مرستو پرده پورته کړې ده
ددي ريپوټ له مخي د عربستان د ايتلاف له الوتکو سره امريکا د سوند توکو مرسته کوي او تر اوسه امريکايي سوند
توکو رسوني الوتکي په دي موخه دوه زره څلور سوه دري څلويښت الوتني کړې دي
فارين پالیسې په دې ریپوټ کې ویلي: د امریکا سوند توکو رسونې الوتکی د عربستان په مشری د ایتلاف الوتکو لپاره د سوند توکو د رسونی په موخه درې زره نهه سوه شپږ ویشت الوتنې کړې دي ددې خپرندویې د ریپوټ له مخې د یمن په جګړه کې هغه ډیری الوتکې چې ونډه لري د ارمریکا له لوري جوړې شوې دي او امریکا یي توکي مصرفوي.
په دې ریپوټ کې د امریکا او عربستان ترمنځ د اعشاریه ننه ویشتو میلیاردو دالرو په ارزښت د وسلو تړون لیک د نیټې پای ته رسیدو ته هم نغوته شوې ویل شوي په دي تړون کې دوه زره بمونه او زر لیزري بمونه شتون لري.
په یمن کې له نهو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده چې تر اوسه یې له امله د ښخو او ماشومانو په ګډون د شپږو زرو په شاوخوا کې کسان وژل شوي دي.