له بلخ ولايت څخه به په روان کال کي ۱۸۵۰۰ کسان د کانکور په آزموينه کي گډون وکړي د بلخ پوهني ريس له دي سره ويلي په روان کال کي ۹۰ سلنه نصاب بشپر شوی خو د زدکونکو لويه ستونزه د کتابونو کمښت ده

د بلخ ولایت د پوهنې ریس عبدالعزیز عزیزی ویلي: په دې ول6206ECB0-7BC0-4D0F-B7CE-2F55DF25C739_mw1024_s_nایت کې ډيری لږ شمیر زدکونکې د امنیت کتابونو نشتو او نورو ستونزو له امله د کانکور په آزموینه کې له ګډونه بې برخې دي.

ښاغلي عزیز زمونږ له خبریال سره د خبرو په لړ کې ویلي: له شپږ سوه زره ډیر زدکونکي په پنځه سوه شپږ شپیته ښونځیو کې په زدکړو بوخت دي او له دوی څخه څلویښت سلنه یې نجونې دي او دوی ته د یولسو زرو ښونکیو له لوري زدکړې ورکول کیږي او ټاکل شوې په راتلونکې کال کې زر تنه نور ښونکې هم په دندو وګمارل شي.

ددې ولایت یو شمیر ښونکي او زدکونکې هم د زدکړو له بهیر څخه خوښ ښکاري

دا په داسې حال کې ده چې ځینې نور بیا د ښونځیو کتابونو او امکاناتو پر نشتون نیوککه کوي او د اوسنی نصاب د پوهنې لویه ستونزه ښیي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *