په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د بريدونو، چاودنو او ډزو له امله ۳۱ نيمه پوځيان او له ۲۷۰ ډېر پوليس وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د دې هېواد تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې له وسله والو سره پ150918091755_peshawar_attack_640x360_ap_nocreditه جګړه کې څلور “اورپکي” وژل شوي دي.

بل خوا په تېرو پنځو ورځو کې د کراچۍ په يوه بله سيمه کې د وژل شويو “اورپکو” شمېر ۸ ته ختلی دی.

د پاکستان نيمه پوځيان وايي د کوټې منګهور پير له سيمې ورته د “اورپکو” په اړه خبر رسېدلی و، په لوی شمېر پوځيان سيمې ته ورغلل چې د دواړو غاړو په جګړه کې يو نيمه پوځي ټپي او څلور “اورپکي” و وژل شول.

له دې وړاندې د شنبې پر ورځ په دې سيمه کې څلور شکمن “اورپکي” او يو نيمه پوځي وژل شوی و.

د وسله والو “اورپکو” پر وړاندې د نيمه پوځيانو پرعملياتو کې له هغه وروسته زياتوالی راغلی دی چې وسله والو د بلديه سيمې د يوه مسجد څلور، نيمه پوځي ساتونکي په ډزو وژلی وو.

له دې وروسته پوليسو د سلطان اباد، منګهو پير، هزاره ګوټ، ناتها خان او نورو سيمو کې د عملياتو په ترڅ کې له سلو زيات شکمن کسان نيولي وو.

د نيمه پوځيانو د وياند په وينا په دغو نيول شويو کسانو کې د اورپکو ډلو مهم کسان هم شامل دي.

په تېرو دوو کلونو کې په کراچۍ ښار کې د بريدونو، چاودنو او ډزو له امله ۳۱ نيمه پوځيان او له ۲۷۰ ډېر پوليس وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا ډېری له دغو پېښو په بلديه، سايټ او منګهور پير سيمو کې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *