د ملگرو ملتونو د بشر دوستانه او بيړنيو مرستو اداري ويلي د يمن د تعز ښار دوه سوه زره اوسيدونکي کلابند   ا57C26510-BFED-4510-A55E-6B189D037025_mw1024_s_nو دخوړو له سخت کمښت سره مخ دي

دا په داسي حال کي ده چي ددي ښار د نيولو لپاره د حوثيانو او منصور هادي د پلويانو ترمنځ سخته نښته روانه ده

د ملګرو ملتونو دبشر دوستانه او بیړنیو مرستو د ادارې ریس اسټیفن اوبرایان ویلي د یمن په سویلي تعز ښار کې د نښتو له امله نږدې دوه سوه زره کسان کلابند د درملو خورو او نورو اړتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي ده ویلي په جګړه کې ښکیلې خواوې ښار ته د خوړو او نورو مرستو د وروړلو اجازه نه ورکوي.

د اوبراین په وینا: یو شمیر روغتونونه چې اوس هم فعالیت لري د اړتیاوو له سخت کمښت سره مخ شوي د ملګرو ملتونو د دبیړنیو او بشر دوستانه مرستو ادارې ریس زیاته کړې دې ښار ته د لارې د پرانستلو هڅې هم تر اوسه بې ګټې وې له دې سره ده له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو د ملکي کسانو ساتنې ته ډيره پاملرنه وکړي.

د تښتیدلي ولسمشر هادي منصور پلویانو د عربستان په مشری د ایتلاف د هوایي بریدونو په ملتیا د تعز ښار نیولو عملیات پیل کړي او تیره ورځ منصور هادي د جګړې له لومړی کرښې لیدنه کړې ده دی چې څه موده وړاندې له خپلې کابینې سره عربستان ته تللی وو یمن ته بیرته راګرځیدلی او دوه ورځې وړاندې دده لومړي وزیر هم د جګړې له سیمو لیدنه درلوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *