امریکا د کندز د روغتون د بمبارۍ د پلټنې پایلې په ډاګه کړې
د کندز پر روغتون باندې د اکتبر د میاشتې د دریمې نیټې په برید کې ٣١ ملکي کسان ووژل شول او ٢٨ تنه ټپیان شول.
په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمبل وایي د کندز په ولایت کې د بې سرحده ډاکترانو د خیریه روغتون د تیرې میاشتې بمباري یوه غمجنه تیروتنه وه.
جنرال کمبل د چارشنبې په ورځ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل دغه غمیزه د بشري سهوې مستقیمه نتیجه وه. هغه زیاتوي چې دغه تیروتنه د سیستم او طرزالعمل د نه مراعتولو نتیجه وه.
ښاغلي کمبل زیاته کړه، یو شمیر کسان چې ډیر نژدې په دې پیښه کې دخیل وو له وظیفې څخه لېرې کړای شوي دي، خو د هغو شمیر یې ذکر نه کړ.
د جنرال کمبل خبرې هغه رپوټ ته اشاره وه چې د اسوشتیتید پرس اژانس نن چارشنبې ترلاسه کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې د امریکایي ای سي ١٣٠ ډوله جنگي الوتکې عملې د هغه معلوماتو په اساس عمل کړی چې افغان ځواکونو ورته ورکړي وو او د هغې په بنسټ دغې الوتکې په غلط هدف برید کړی دی.
داسې ویل شوي دي چې اصلي هدف چې د طالبانو تر کنترول لاندې و او ترې یې د زندان په توگه گټه اخیستله د روغتون په ۴٥٠ گزه لېرې پروت و.
د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د متحده ایالاتو د پلټنو د پایلو هرکلی کړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او حکومت د برید د قربانیانو په اړه خواشیني څرگنده کړې او د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې څخه یې مننه کړې چې د افغانستان د ولس سره بشري مرستې کړې دي.
د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا ام اس اف د روانې میاشتې په لومړیو کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو چې گڼ شمیر تیروتنې ددغه روغتون د نه پیژندنې سبب شول. دوی وایي ددغه روغتون کارکوونکو ١٨ ځلې د تیلفون او کتبي پیغامونو له لارې هڅه کړې وه چې د امریکایي او افغان چارواکو سره تماس ونیسي چې ددې برید مخنیوی وشي.
د کندز پر روغتون باندې د اکتبر د میاشتې د دریمې نیټې په برید کې ٣١ ملکي کسان ووژل شول او ٢٨ تنه ټپیان شول.