د روسيې د انرژۍ “ګزپروم” اداره وايي د اوکراين حکومت، د پېرل شوي ګاز پيسې نه دي ورکړي، چې له امله يې دوی پرې د ګازو لېږد بند کړی دی151123191917_gas_640x360_reuters_nocredit.

دوی خبرداری ورکړی چې د اوکراين له خوا د پيسو نه ورکول به په راتلونکې کې نورې اروپا ته د ګازو لېږد له ستونزو سره مخامخ کړي.

تېر کال د روسيې او اوکراين تر منځ د تاوتريخوالي له امله اروپا ته د ګازو لېږد څو ځله بند شوی، چې تېره مياشت بيا پيل شو.

د روسيې د ګازو ادارې مشر اليکسي مېلر وايي اوکراين ټول پېرلی ګاز کارولی دی.

ښاغلي مېلر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې “د ګازو ليږد به تر هغه مهاله بند وي چې ترڅو د اوکراين کمپنی د دوی قرض پيسې ور نه کړي”

دی وايي له روسيې د ګازو نه اخيستل به په راتلونکي ژمې کې اوکراين او اروپا ته لوی ګواښ پېښ کړي.

د ۲۰۱۴ کال جنورۍ مياشت کې د حکومت او ياغيانو تر منځ د تاوتريخوالي له امله روسيې پر اوکارين ګاز بندي کړی و.

روسيې او اوکراين تر منځ له پرېکړې وروسته د ګازو لېږد بيا پيل شو. په دغه پرېکړه کې شرط دا و چې اوکراين به د ګازو له پېرلو وړاندې روسيې ته پيسې ورکوي.

اروپا ته ۱۵ سلنه ګاز د اوکراين له لارې لېږدول کېږي. اروپايي ټولنه غواړي له دواړو غاړو سره د ګاز د لېږد په اړه خبرې پيل کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *