د کابل دوو بېلابېلو چاودنو کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت چاودنه د ترهګرو کار بولي، خو تراوسه 071309_marines_afghan_police3_800هېچا د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې

افغان چارواکي وايي پلازمېنه کابل کې د دوو بېلابېلو چاودنو له امله په دې ښار کې ۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي بي بي سي ته ويلي، د دغو دواړو پېښو قربانيان ولسي وګړي دي.

د ښاغلي صديقي په وينا لومړۍ چاودنه له غرمې وروسته په يوه ديګ بخار کې د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې رامنځ ده شوې ده چې په ترڅ کې يې درې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي “چاودنه د ترهګرو کار دی” خو تر اوس د دې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

راپورونه وايي دغه چاودنه د پوليتخنيک پوهنځي او د تعليم او تربيې له پوهنتون سره نژدې شوې ده.

ښاغلي صديقي زياته کړه، دوهمه چاودنه د يوې ناچاودلې مرمۍ له امله په ۱۳ امنیتي حوزه کې پېښه شوې چې له کبله يې درې ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

دی وايي چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه چې څو ماشومانو له يوې مرمۍ سره لوبې کولې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *