دولسي جرګې دلومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په مشرۍ لسګونه کسان اچین ولسوالۍ ته رسیدلي چې هغه وسله واله ډله له منخه یوسي 989E3CC4-5521-4B0D-8A23-B5BF7ED10C7C_mw1024_s_nچې ځان د اسلامي ولت یا داعش بولي.

دغه ملیشې چې په سپکو او درنو وسلو سمبالې دي، د ولسوالۍ په یوې امن سیمې کې ځای پر ځای دي او وایي د امر سره سم به د داعش د جګړه مارانو په خلاف عملیات پیل کړي.

بل پلو د ننګرهار ولایتي چارواکي داه ملیشې هغوي سره د مشورې پرته سیمې ته استول شویدي. د ننګرهار والي سلیم خان کندزي امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل ” د دغو ملیشو د لیږلو او یا د عملیاتو د هماهنګۍ په هکله زمونږ سره هیڅ مشوره نده شوې. ښبه وی چې دا کار زمونږ سره په مشورې شوی وای.”

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي او د جرګې لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر تیره ورځ تور لګولی و چې ” د داعش ملاتړي په کابل کې دي. ” ښاغلي قدیر همدارنګه د افغانستان د ملي امنیت په شورا تور لګولی و چې ” د داعش سره ملاتړ کوي”

خو د ملي امنیت شورا د ظاهر قدیر دغه څرګندونې ” بې اساسه ” وګڼلې. د ملي امنیت د شوار ویاند تواب غورځنګ امریکا غږ آشنا رادیو ته وویل ” ښاغلی قدیر غواړي چې شخصي ملیشو جوړولو ته مشروع لاره جوړه کړي. “

د ظاهر قدیر د څرګندونو په ځواب کې د افغانستان حکومت خبرداری ورکړ “هغه کسان چې د افغانستان پر امنیتی ځواکونو ناسم تورونه لگوي دوی به د جدي او قانوني برخورد سره مخامخ شي.”

د ملی امنیت عمومی رئیس رحمت الله نبیل هم پر دې ناسمو تورونو د کلکې نیوکې په ترڅ کې وویل چې ” افغان پوځي ځواک د نوي کال د نویو جنگونو دپاره د چمتووالی په حال کې دي او پدې حالت کې امنیتي ځواکونه ملاتړ، او تقویت ته اړتیا لري.”

د کورنیوچارو وزیر، د ملی امنیت ر ئیس او د افغانستان د پوځي ځواکونو لوي درستیز د یوه گډ خبري کنفرانس په ترڅ کې ټینگار درلودچې دا ناسم تورونه د امنیتی ځواکونو څخه د هیواد د ساتنې او دفاع روحیه له منځه وړي.

دا لوړ رتبه امنیتي چارواکي وايي په اوسمهال کې د افغانستان امنیتي ځواکونه د هیواد په نهو برخو کې د مخالفو ترهه گرو ډلو سره په جگړې کې ښکیل دي او پدې موده کې د طالبانو ترڅنگ یی د داعش د ډلې څلور سوه اتیا جنگیالی هم له منځه وړي دي. د ملي امنیت رئیس پدې اړه زیاته کړه.

د کورنیو چارو وزیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر څرګندونو ته په اشارې وویل “پکار ده چې داسې بې مسؤلیته څرګندونې ونشي او که کیږي هم باید چې ثابته شي. “

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *