د امریکا د خزانې وزارت د پاکستان لشکر طیبه ډله د سيمې او نړۍ لپاره خطرناکه بللې ده.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان او افغانستان کې د ناقانونه او خیریه فعالیتونه له لارې مالي مرستې ترلاسه کوي او همدا يې د پېسو پېدا کولو سترې مالي سرچېني دي1327013A-1CC3-46AA-8687-34F662FE54FE_mw1024_s_n.

د خزانې وزارت دا راپور واشنګټن ته د پاکستان د پوځ د مشر راحیل شریف له سفر وروسته خپور شوی دی. امریکايي چارواکو له راحیل شریف سره د نورو مسایلو تر څنګ د ترهګرو د مالي مرستو په بندولو او مخنیوي په لارو چارو هم خبرې کړې وې.

په راپور کې په خاص ډول د پاکستان د ترهګرې ډلې لشکر طیبه نوم اخیستل شوی دی چې د فلاح انسانیت د خیریه بنسټ او نورو دا ډول ادارو له لارې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي او مالي مرستې پېدا کوي.

راپور وايي لشکر طيبه هغه ډله یاده شوې ده چې په جنوبي اسیا کې د لویدیځ پر ګټو بریدونه کوي او بهرنیو تندلارو ته روزنې ورکوي چې په لویدیځو هېوادونو کې ترهګریز بریدونه وکړي.

د دغې ډلې د پېسو ټولولو یوه لار دا ښودل شوې چې له خلکو زکاتونه ټولوي او د لوی اختر په ورځو کې د قرباني شویو څارویو د پوټکو د ټولولو او خرڅولو له لارې هر کال سلګونه زره ډالر ترلاسه کوي.

په راپور کې د حقاني د ترهګرې شبکې نوم هم اخیستل شوی دی او ویل شوي چې دغه ډله په پاکستان او افغانستان قاچاق کوي، د پېسو لپاره خلک تښتوي او نور ناقانونه کاروبار کوي چې خپل ترهګریز فعالیتونه روان وساتي.

د امریکا د خزانې وزارت وايي چې د القاعدې نړیوالې شبکې د خلیج ځینو هېوادونو تر څنګ په پاکستان کې او ترکيې هم د یو شمېر خواخوږیو خیریه ټولنو له لارې مالي مرستې ترلاسه کولې.

د امریکا د خزانې وزارت په راپور کې د نشه يي توکو قاچاق د دغو ډلو یو بل لوی کاروبار یاد شوی دی چې تر ډېر په پاکستان او افغانستان کې روان دی.

دا راپور داسې مهال خپور شوی چې افغانستان او پاکستان پر یو بل د ترهګرو د ملاتړ تورونه لګوي.

افغان حکومت څه موده مخکې د ترهګرو د مالي سرچينو د بندولو او مخنیوي له لارې یو قانون هم تصویب کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *