ترکي ځواکونو د سوریې پر پوله ”روسۍ جنګي الوتکه” غورځولې

د ترکیې هابر ترک تلوېزیون دا انځور خپور کړی، چې وايي د055000 سوریې شمال کې د غورځول شوې الوتکې انځور دی

له ترکیې نه رپوټونه وايي، چې ددغه هېواد ځواکونو له سوریې سره پر پوله یوه ”روسۍ جنګي الوتکه” ویشتلې ده. د روسیې دفاع وزارت ویلي، الوتکه ”له ځمکې نه ویشتل شوې ده”.

ترکي پوځي چارواکو ویلي، ددغې ایف ۱۶ ډوله الوتکې پیلوټاتو ته یې له یوه ډېر ځله خبرداری ورکړ چې د ترکیې هوايي حریم ته ننوتي دي.

د الوتکې د لوېدو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سوریې لاذقیه ولایت پر غرونو رالوېدلې.

د ‘یوه پیلوټ وژل کېدل’

ترکي رسنیو ویلي، د ویشتل شوې الوتکې یو روسی پیلوټ وژل شوی دی.

د الوتکې د لوېدو خپرو شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې د سوریې لاذقیه ولایت پر غرونو رالوېدلې

د الوتکې د لوېډو مهال انځورونه خپاره شوي

د روسیې د دفاع وزارت له قوله ویلي، سوخوی ۲۴ ډوله جنګي الوتکه یې د سوریې په خاوره کې غورځول شوې ده.

دغه وزارت وایي، الوتکه – لکه څرنګه چې اټکل کېږي – له ځمکې ویشتل شوې.

دواړه پیلوټان له الوتکې په ټوپ اچولو توانېدلي، خو اوس د روسیې چورلکې د سوریې په غرونو کې په تري تم شویو روسي پیلوټانو پسې ګرځي.

الوتکه د سوریې شمال لوېدیځ لاذقیه ولایت ترکمان غره په اړونده یوه سیمه کې لوېدلې ده.

روسیې په تېر سپتمبر کې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړ په سوریه کې هوايي بریدونه پیل کړل.

روسیه وايي، د بریدونو هدف یې ”ترهګر” دي، خو فعالان وايي، د سوریې بمباریو کې د لوېدیځ ملاتړې حکومت مخالفې ډلې په نښه کېږي.

ترکیه چې د اسد سرسخته مخالفه ده، وړاندې هم ګواښ کړی و، چې روسیه او سوریه یې دې پر هوايي حریم تېری نه کوي.

تېره میاشت انقرې وویل، د ترکیې ایف ۱۶ ډوله الوتکو یوه روسۍ الوتکه پر پوله راګیر کړې وه، او د ترکیې دوه الوتکې د یوې ناڅرګندې میګ ۲۹ ډوله الوتکې له خوا ځورول کېدې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *