تهران ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر په سیمه کې د روسیې او ایران لپاره د یو شمېر حیاتي مهمو سیاسي پرابلمونو په تړاو د دواړو هېوادونو همکارۍ ته، چې له ډېرې پخوا راهیسې ورته اړتیا وه، علني بڼه ورکړه405481.

سره له دې، چې دا ځل په سوریه کې حالاتو د افغانستان مسأله د خبرواترو له پروګرامه په بشپړ ډول اېستلې وه، بیا هم د سوریې د مسألې په تړاو د روسیې او ایران رسمي اعلان شوې کلکه همکاري به، افغانستان هم د خپلې پاملرنې له اډانې دباندې پرېنږدي. او د پوهېدو وړ ده، چې ولې.

د «سپوتنیک» راډیو مبصر پیتر ګنچاروف دغې مسألې ته له مسکو څخه په کتو د خپلې تبصرې په ترڅ کې داسې لیکي:

په افغانستان کې د روسیې او ایران د ګټو پر څرنګوالي د غږېدو په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې دغه ګټې یو څه توپیر سره لري. په افغانستان کې د روسیې ګټې نن تر ډېره حده سیاسي څرنګوالی لري، نه اقتصادي. دغه ګټې له هغه ګواښونو سره تړلي دي، چې د افغانستان له خاورې راپورته کیږي. د دغو ګواښونو په لړۍ کې تر هرڅه وړاندې سختدریځه افراطي اسلامپالنه یادولی شو. او نن په افغانستان کې د دغه ګواښ جنډه نه یوازې د طالبانو، بلکې د «اسلامي دولت» په نامه د ترهګرې ډلې په لاس کې هم ده. او مسکو د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د طالبانو او د داعش د جګړه مارانو راپیدا کېدل په منځنۍ اسیا کې د ثبات په وړاندې ریښتونی او نېغ ګواښ ګڼي.

د سوداګریزو-اقتصادي اړیکو په تړاو د غږېدا په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې په دغه ساحه کې روسیه او افغانستان داسې څه نه لري، چې پرې وویاړي. افغانستان، له وسلو پرته، په افغانستان کې د روسیې پاګونې ته، د روسیې تر مالونو زیاته اړتیا لري. د افغانستان د کانونو په راوېستلو کې پانګول د روسیې لپاره ډېره ګټوره ساحه کېدای شي. په افغانستان کې ډېری کانونه په تېره بیا د تېلو، طبیعي ګاز او مسو کانونه ان لا شوروي جیولوجي پوهانو راسپړلي دي. خو مسکو د افغانستان د کانونو په ابادولو کې د پانګونې په تړاو کوم روښانه کړنلاره نه لرله. په لومړي سر کې دا پلمه وړاندې کېده، چې ګواکې «موږ په خپله دومره څه نه لرو چې ویې خورو»، خو وروسته دا شعار ورکول کېده، چې «پرېږدئ چې امریکا او ناټو په افغانستان کې ښه ستړي شي، او له دغه هېواده وتلو ته اړ شي، هغه وخت به موږ — روسیه، هند او چین په دغه هېواد کې کار ته ملا وتړو».

خو، ایران بیا بله خبره ده. ایران د افغانستان یو ډېر ستر سوداګریز-اقتصادي انډیوال دی، د افغانستان په لوېدیځ کې یې په یو شمېر پروژو کې ډېره زیاته پانګونه کړې ده، او د ډېرو رنګارنګ پروژو پر عملي کولو بوخت دی. ایران د افغانستان د اقتصادي جوړښت په نوي کولو او پراخولو کې ډېره فعاله ونډه لري. د ساري په توګه د داسې لارو جوړول یې پیل کړي، چې لوېدیز افغانستان د فارس خلیج پر غاړه د ایران له چابهار بندر سره نښلوي. دغه لاره باید د هغې لارې ځای ونیسي، چې د پاکستان ګوادر بندر ته تللې ده. له چابهار بندر سره نښلوونکې لاره افغانستان ته د دې شونتیا ورکوي، چې سمندر ته د وتون لاره پیدا کړي. په ټوله کې له افغانستان سره د ایران ټوله اقتصادي مرسته ډېره پخوا تر یو میلیاردو ډالرو اوښتې ده.

له افغانستان سره اړیکي د ایران په بهرني سیاست کې هم ډېر مهم ځای لري. او دا یوازې په دې نه، چې دغه دوه هېوادونه ډېره اوږده ګډه پوله لري، بلکې د دې یو علت دا هم دی، چې د افغانستان په خاوره کې د امریکا متحدو ایالتونو ډېرې پیاوړې اډې پرتې دي، او تر څه مودې پخوا پورې په ډېر ستر شمېر امریکایي پوځي ځواکونه هم دلته پراته وو. په همدغه ځای کې د ځانګړې یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو د پوځي ستراتیژیکي حضور په رڼا کې د روسیې او ایران ګټې نه یوازې سمون سره خوري، بلکې تر ډېره حده د یوبل بشپړوونکي هم دي. دغه حضور د ایران د ملي امنیت په وړاندې ټاکلی ګواښ دی، او د روسیې لپاره — په منځنۍ اسیا کې د روسیې د ګټو ګواښونکی دی.

اوس به بیا افغانستان او سوریې ته راستانه شو. په افغانستان کې د روسیې او ایران ګټې په دې هم له یوبل سره سمون خوري، چې د سوریې او افغانستان مسألې یو ګډ ټکی هم لري. او هغه — داعش دی. دا همغه «اسلامي دولت» دی، چې نن روسیه او ایران دواړه په سوریه او عراق کې د هغه پر ضد جنګیږي. همدغه «اسلامي دولت»، د سږ کال په جون کې په رسمي ډول اعلان وکړ، چې غواړي د داعش د یوه ولایت په توګه په هغو ځمکو کې د «خراسان» خلافت جوړ کړي، چې ایران او افغانستان پکې پراته دي.

د همدې ټولو په پام کې نېولو سره روسیه او ایران دواړه یو خېل د دې لېوال دي، چې نه یوازې په سوریه کې پر داعش بریالي شي او په دې ډول په هغه سیمه کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، چې افغانستان یې «زړه» بلل کیږي، خو په دغه کار کې خپلې ګټې هم لري — او هغه دا چې ځانته هم سوکاله او ارامه ژوند بسیه کړي.

روسیې او ایران له سوریې او عراق سره یوځای د همدغه سږ کال په سیپټمبر کې په بغداد کې د «اسلامي دولت» پر ضد د مبارزې د همغږۍ لپاره اطلاعاتي مرکز جوړ کړ. د دغه اطلاعاتي مرکز اساسي دنده له «اسلامي دولت» سره د جګړې په رڼا کې په سیمه کې د حالاتو په باب د اطلاعاتو راټولول، د هغو څېړل، شنل او د اړینو پرېکړو لپاره له هغو څخه د پایلو راوېستل دي. د همدغه مرکز په اډانه کې د همغږۍ داسې کمېټه جوړیږي، چې د څلورو یادو شوو هېوادونو د پوځي قطعاتو د کړنو د همغږۍ دنده به سرته رسوي.

د افغانستان د مرکزي حکومت د زیاتېدونکې کمزورتیا په رڼا کې روسیه له سیمه ییزه اړخه د غوراوي لپاره د کړنلارو له ډېرېدو سره مخامخ شوې ده. یا به د شمالي ټلوالې ملاتړ ته بیا لاس اچوي او له دغې لارې به د افغانستان د شمالي پولې په اوږدو کې «امنیتي کمربند» جوړوي; او یا به د طالبانو او حکومت د «پوخلا کولو» او د ګډ حکومت د جوړولو له لارې د افغانستان د مسألې د حل کولو هڅه کوي. او یا به، لکه په سوریه کې، د افغانستان د حکومت پلو نیسي او همغه ډول ملاتړ به ورڅخه کوي، چې د سوریې له حکومته یې وکړ. له دغو کړنلارو څخه د هرې کړنلارې د غوره کېدا په ترڅ کې د ایران همکاري اړینه ده.

روسیې او ایران په خپل وخت کې په تاجکستان کې هم د داخلي شخړې په خلاصون کې ډېره بریالۍ همکاري سره کوله. په همغه وخت کې تاجکستان د مسکو او تهران د ګډو هلوځلو له برکته پر دې بریالی شو، چې له هغه ګردابه ځان وباسي، چې ټوله سیمه یې د کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخامخ کړې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *