د کندز پر روغتون باندې د اکتبر د میاشتې د دریمې نیټې په برید کې ٣١ ملکي کسان ووژل شول او ٢٨ تنه ټپیان شول.

په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمبل وایي د کندز په ولایت کې د بې سرحده ډاکترانو د خیریه روغتون د تیرې میاشتې بمباري یوه26E9E839-BD1D-471B-A3C9-2B9D15D88E8B_cx0_cy8_cw0_mw1024_s_n_r1 غمجنه تیروتنه وه.

جنرال کمبل د چارشنبې په ورځ په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل دغه غمیزه د بشري سهوې مستقیمه نتیجه وه. هغه زیاتوي چې دغه تیروتنه د سیستم او طرزالعمل د نه مراعتولو نتیجه وه.

ښاغلي کمبل زیاته کړه، یو شمیر کسان چې ډیر نژدې په دې پیښه کې دخیل وو له وظیفې څخه لېرې کړای شوي دي، خو د هغو شمیر یې ذکر نه کړ.

د جنرال کمبل خبرې هغه رپوټ ته اشاره وه چې د اسوشتیتید پرس اژانس نن چارشنبې ترلاسه کړی دی. په رپوټ کې ویل شوي چې د امریکایي ای سي ١٣٠ ډوله جنگي الوتکې عملې د هغه معلوماتو په اساس عمل کړی چې افغان ځواکونو ورته ورکړي وو او د هغې په بنسټ دغې الوتکې په غلط هدف برید کړی دی.

داسې ویل شوي دي چې اصلي هدف چې د طالبانو تر کنترول لاندې و او ترې یې د زندان په توگه گټه اخیستله د روغتون په ۴٥٠ گزه لېرې پروت و.

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا د متحده ایالاتو د پلټنو د پایلو هرکلی کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني او حکومت د برید د قربانیانو په اړه خواشیني څرگنده کړې او د بې سرحده ډاکترانو له ټولنې څخه یې مننه کړې چې د افغانستان د ولس سره بشري مرستې کړې دي.

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې یا ام اس اف د روانې میاشتې په لومړیو کې په خپل یو رپوټ کې ویلي وو چې گڼ شمیر تیروتنې ددغه روغتون د نه پیژندنې سبب شول. دوی وایي ددغه روغتون کارکوونکو ١٨ ځلې د تیلفون او کتبي پیغامونو له لارې هڅه کړې وه چې د امریکایي او افغان چارواکو سره تماس ونیسي چې ددې برید مخنیوی وشي.

د کندز پر روغتون باندې د اکتبر د میاشتې د دریمې نیټې په برید کې ٣١ ملکي کسان ووژل شول او ٢٨ تنه ټپیان شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *