استرالیا د امریکا په مشرۍ د ”اسلامي دولت” ضد ایتلاف کې ش150216021743_coptic_is_pic_640x360_reuters_nocreditپږ الوتکې هم لري.

د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنبال وايي، دا چې ”اسلامي دولت” ډله کمزورې شوې ده، استرالیا به منځني ختیځ ته ددغې ډلې پرضد جګړې لپاره خپل جنګي سرتېري وانه ستوي.

نوموړي دا څرګندونې پاریس د ”اسلامي دولت” له خوا له خونړیو بریدونو او بیا ددغې ډلې پروړاندې له بمباریو وروسته کړې دي.

استرالیا په عراق او سوریه کې د امریکا په مشرۍ د ”اسلامي دولت” پروړاندې د جنګېدونکي ایتلاف غړیتوب لري.

د نوموړي څرګندونې د استرالیا د مخکیني لومړي وزیر ټوني ابوټ له څرګندونو سره په تضاد کې دي، چې نوموړي ”اسلامي دولت” ډله د ”مرګ عبادت کوونکې” ګڼلې وه.

ښاغلي ټرنبال د استرالیا پارلمان ته دا هم ویلي، چې ”اسلامي دولت” پر خپلې تبلیغاتي شبکې تکیه کوي، او ”موږ باید د هغوی پر تبلیغاتو تېرنه وځو”.

خو دی وايي، دغه ډله باید په سوریه او عراق کې ماته شي، ځکه چې هلته پر ډېرې برخې واکمنه ده:

”د دوی آیډیالوژي زړه ده، خو له انټرنېټ نه ګټه اخیستل یې ډېر عصري دي. دغه ډله د ټوپکو په پرتله ډېر ځیرک تیلېفونونه لري، او د جنګیالیو په پرتله ډېر ټویټر ګڼونونه (اکونټونه) لري”.

ښاغلي ټرنبال دغه څرګندونې پارلمان ته د ملي امنیت د اندېښنو په تړاو کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې د استرالیاد ځینو سیاستوالو – مخکیني دفاع وزیر کیون انډریز او مخکیني لومړي وزیر ابوټ – د څرګندونو خلاف دي، چې دغو ښاغلو منځني ختیځ کې د استرالیايي سرتېرو د استولو سپارښتنه کړې وه.

”اسلامي دولت” ډله د عراق او سوریې پر ګڼو برخو واکمنه ده

خو ښاغلی ټرنبال وايي، د عراق حکومت په دې باور دی چې په دې هېواد کې د لوېدیځو ځواکونو ډېرېدل او فشار به ”برعکس پایلې” ولري.

دا مهال استرالیا په عراق کې د ترهګرۍ ضد چوکاټ کې شاوخوا ۹۰ ځانګړي ځواکونه لري، خو ۳۰۰ نور استرالیايي ځواکونه د عراق د ملي ځواکونو پر روزنې بوخت دي.

استرالیا د امریکا په مشرۍ د ”اسلامي دولت” ضد ایتلاف کې شپږ الوتکې هم لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *