عناصر داعش، پیش از فرار چاه های نفت را آتش زدند

د سوريې په شمال کي د امريکا په هوايي برديونو کي د داعش اړوند د تيلو دوه سوه اوه ديرش ټانکرونه له منځه تللي دي

بله خوا فرانسوي ځواکونو هم د داعش پر وړاندې خپلو بريد

عناصر داعش، پیش از فرار چاه های نفت را آتش زدند
عناصر داعش، پیش از فرار چاه های نفت را آتش زدند

ونو ته زور ورکړی دی

پنټاګون ویلي: دا بریدونه د سوریې په شمال ختیځو سیمو تر سره شوي او پّ دې بریدونو کې د داعش اړوند دوه سوه اوه دیرش ټانکرونه له منځه تللي. تیره اونۍ هم د امریکا به مشری د ایتلاف په هوایي بریدونو کې چې د سوریې په خاوره کې تر سره شوې وو د داعش اړوند یو سل شپاړس ټانکرونه له منځه وړي دي.

د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي ددوی په بریدونو کې د داعش په لسګونه د تیلو ټانکرونه له منځه وړل شوي دي او په دې وروستیو کې فرانسې هم د داعش پر وړاندې په عراق کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د فرانسې ولسمشر هولاند ویلي: مونږ د داعش د کابو کولو هڅه نکوو بلکې ددې ترهګریزې ډلې د له منځه وړلو غوښتونکي یو.

په عراق او سوریه کې د داعش پر وړانې د هوایي او توغندیو بریدونو په ډيرښت سره دعراق حکومت ددې هیواد پر فضا په سوداګریزو الوتنو بندیز لګولی دی. عراقي چارواکیو ویلي ددوی موخه له ګواښونو د سوداګریزو الوتکو ساتنه ده. له دې سره امریکا خپلو هیوادولو ته په نړیوالو سفرونو کې له احتیاطه د کار اخستنې سپارښتنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي کیدای شي داعش القاعده او بوکوحرام وسله والې ډلې پر امریکایانو بریدونه ووکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *