د ترهگری نوی نسل د رامنځ ته کيدو په حال کي دي. د ملي دفاع وزارت سرپرست په برلين کي د ناټو دفاع وزيرانو د ناستې پر مهال له دې سره ويلي وروستيو پيښو دا وښوده چي نړيوال بايد د ترهگری پر وړاندې يو لاس شي

ښاغلي ستانکزې په دې ناسته کې له دې سره چې د ترهګری پر وړاندې یې له افغانستان سره د اوږدمهالو مرسته غوښتنه کړې ویلي، پ0,,16490132_303,00ه افغانستان کې سوله او ټیکاو به د سیمې او نړۍ پر امنیت اغزه وکړي. دوی ویلي افغان امنیتي ځواکونه له ترهګری سره د جګړې په لوړمۍ کرښه کې جنګیږي او باد له دوی سره مرستې دوام ولري او د ترهګری پر وړاندې د مبارزې لپاره افغان امنیتي ځواکونه مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

کليپ….معصوم ستانکزي- ” افغان امنیتي ځواکونه خپله دنده په ښه توګه پر مخ بیایي خو د ترهګری پر وړاندې جګړه هغه جګړه ده چې یواځې یو هیواد یې پر مخ نشي بیولی. وروستیو پیښو دا وښوده چې د ترهګرۍ نوي نسل پر وړاندې باید نړۍ یو لاس شي.”

د ملي دفاع وزارت سرپرست له افغان امنیتي ځواکونو سره د مهال ویش له مخې مرستې ناسمې وښودې وویل مرستې او همکاري باید د اړتیا له مخې تر سره شي.

له دې سره د ناټو چارواکیو هم له افغان امنیتي ځواکونو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ

کليپ….ارسولا وندر لين- ” مونږ دې هوکړې ته سره رسیدلي یو چې له افغان امنیتي ځواکنو سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام وروکوو اوس هم باید په افغانستان کې ډير کارونه تر سره شي او مونږ غواړو په افغانستان کې خپل پریکړنده ملاتړ ماموریت ته په دوه زره شپاړسم کال کې هم دوام ورکړو او ددې ماموریت موخه د تیرو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه او پرمختګ ته د لارې هوارول ده.”

” افغان امینتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي خو په روان کال کې حالات ډیرسخت وو خو افغان امنیتي ځواکونو ښه وړتیا وښوده بیا هم دا لاسته راوړنې د نړیوالې ټولنې او آلمان له مرستو پرته شونې نه دي په ننۍ ناسته کې هم افغان حکومت ته په دې هکله پیاوړی پیام استول شوی دی.”

د ملي دفاع وزارت سرپرست د سیمې هیوادونو په هکله یې د افغانستان سیاست ته نغوته وکړه وویل: د تل په شان کابل له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د سیمې هیوادونه د شته ستونزو او ګواښونو د له منځه وړل لپاره له پخوا تر ډیره یوالي او همغږۍ ته اړتیا لري دوی ویلي ترهغې چې په سیمه کې ستونزی شتون ولري پر وړاندې یې مبارزه بریالۍ کیدای نشي. د ناټو تړون دفاع وزیرانو ناسته تیره ورخ د آلمان په برلین کې پیل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *