د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداگرۍ کچه به تر دوه زره اولسمه پنڅو ميلياردو ډالرو ته ورسيږي نواز شريف په اسلام آباد کي له افغان اقتصادي پلاوي سره د ليدني پر مهال ويلي دواړه هيوادونه د سوداگری کچې لوړيدو لپاره بايد هڅې وکړي.

د مالیي وزیر اکلیل حکیمې په مشری افغان اقتصادي پلاوي تیره ورځ د پاکستان له لومړي وزیر سره په اسلام آباد کې لیدلي په دې لیدنهimages کې دواړو خواوو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. نوازشریف په خپلو خبرو کې ویلي: اسلام آباد په افغانستان کې د سولې د تینګښت غوښتونکی دی په افغانستان کې سوله پر تولې سیمې اغیزه کولای شي. له دې سره دوی ویلي، دواړه هیوادونه له یوه بل سره د ښو اړیکو او تر دوه زره اولسمه پنڅو میلیاردو ډالرو سوداګریزې کچې ته د رسیدو لپاره باید هڅې وشي.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې چې تیره ورځ په اسلام آباد کې د دوا ړو هیوادونو اقتصادي ګډ کمیسیون لسمه ناسته په لاره اچول شوې وه. په دې ناسته کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا د اورګاډي پټلی جوړلو او په کابل او لوګر کې د پاکستاني نیمګړو پروژو پر بشپړولو خبرې شوې دي. د ریپوتونو له مخې اسلام آباد په افغانستان کې د خپلو نیمګړ پروژو د بشپړولو ژمنه کړې ده. له دې سره د ناستې په پای کې د مالیې وزیر ویلي پاکستان ژمنه کړې چې دافغانان سوداګرو ستونزې به هواروي.

همدارنګه پاکستاني رسنیو د خپل هیواد مالیي وزیر له خولې ویلي چې د سوداګری کچې په لوریدو سره به پاکستان خپلې کړې تیرې ژمنې پلې کړي او د سوداګرو د ستونزو د هواری لپاره دلارې نقشې به رامنځ ته کولو هم خبرې شوې دی.

ټاکل شوې وه دا ناسته درې میاشتې وړاندې تر سره شوې وی خو د ځنډیدو لامل یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا ښودل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *