د هيواد په بازارونو کي نن د ډالر او نورو بهرنيو اسعارو بيه ټیټه شوه

د افغانستان بانک وايي تر راتلونکي يوي مياشتي به د افغانafghan-currency-620x330ۍ بيه ديره ټیټه شي دوی وايي د ناامنۍ جگړي او خيني پروپاگندونوله امله افغاني د بهرنيو اسعارو پر وراندي خپل ارزښت له لاسه ورکوي

په دې وروستیو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې دافغانۍ د بیې ټیټوالي ډيرې اندیښنې را پارولې وې د ډالرو لوړې بیې د هیواد په نورو برخو اغیزه کړې او بیې یې لوړې کړې دي خو د افغانستان بانک د افغانیو د بیو د ټیټوالي لامل په هکله داسې وایي:

ښاغلی صدیق وایي: ددوی اقتصادي پلانون او سیاست د بانک له لوري خلکو ته وړاندې کیږي او هیوادوال باید د پروپاګندونو په هکله اندیښمند ونه وسي دوی ویلي تر راتلونکې یوې میاشتې به افغانۍ خپله ښه ارزښت تر لاسه کړي.

له دې سره دوی په بازار کې د ډالرو د لیلام لړی روښانه ښودلې او ځینو کسانو ته یې د ډالرو د ورکړې خبرې رد کړې دي. د افغانستان بانک ریس ښاغلي صدیقي ویلي: دا روښانه خبره ده چې ټول صرافان د افغانستان بانک څخه د ډالرو د اخستلو وس نلري او هغه څوک به ډالر تر لاسه کوي چې د وس درلودونکې یې وي.

د افغانستان بانک له لوري د ځانګړو پالیسیو نشتون او د دې بانک په هکله دلایل هغه لاملونه دي چې افغانۍ یې په یوه کچه نه ده ساتلې. په دې وروستیو کې د ډآلرو پر وړاندې د افغانۍ بیه ډیره ټیټه شوې او د یوه ډالر بیه اته شپته افغانیو ته رسیدلې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *