د بلجيم پوليسو په يو لړ عملياتو کي شپارس کسان ترهگرۍ په تور نيولي دي پوليسو ويلي د پاريس په پيښه کي دخيل صلاح عبدالسلام چي د پاريس د پيښي له اتو څخه يpalcesو کس شميرل کيزي په دي کسانو کي شتون نلري   دوي ويلي په بلجيم کي هم د پاريس په دول د پيښي رامنځ ته کيدو نښې نښاني ښکاري

د بلجیم څارنوال د بروکسل په یوه خبرې ناسته کې ویلي: پولیسو د شنبې له ورځې په پلازمینه او نورو سیمو کې نولس عملیات تر سره کړي ترڅو د پاریس تورن کسان ونیسي د ویلې ددې عملیاتو په لړ کې تر اوسه شپاړس کسان نیول شوي دی.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې امنیتي ګواش خپلې وروستۍ کچې ته ورسول شو او پولیسو د پاریس او نور وسله والو تورنو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.

ویل کیږي چې د پاریس د پیښې یو رامنځ ته کونکی د بلجیم اوسیدنکی دی خو پولیسو ویلي تراوسه دا کس تری تم دی

د بلجیم لومړي وزیر چارلز میشل ویلي: په دې هیواد کې امینتي ګواښ په لوړه کچه شتون لري او پلازمینه له ډیر ګواښ سره مخ ده.

چالز ميشل – ” د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې ادارې دا منلې چې نن شپه په برکسل کې د ګواښ درجه تر څلورو رسیدلې دا د ګواش لوړه کچه ده او داسې ښکاري چې دا ګواښ د تیرې ورځې په څير په خپل حال پاتې دی.”

د بلجیم لومړي وزیر ویلي نن به ښونځي او پوهنتونونه رخصت وي او له ځیړنو او پلټنو وروسته به حالات ډیر ژر خپل عادي حالت ته را و ګرځي دوی د استخباراتي مالوماتو له مخې ویلي ترهګر په سوداګریزو مرکزونو د بریدونو پلان لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *