د التحرير گوند د ترهگريزو ډلو غير پوځي څانگه ده چي ځوانان له دي ډلو سره يوځاي کولو ته هڅوي اجرايي ريس نن د وزيرانو شورا په ناسته کي ويلي دا گوند په آزاد دول فعاليت کوي او امنيتي اداري يي مخنيوي نه کوينمنم

همدارگه دوي ويلي د زابل ولايت د تښتول شويو کسانو د خوشي کولو لپاره هځې رواني دي

د ملي یوالي حکومت ویلي: د التحریر ګوند په اکاډمیکو او ټولنیزو برخو کې پراخ فعالیت لري او دا ګوند د ترهګریزو ډلو ملکي څانګه ده چې دخلکو په ځانګړې توګه د ځوانانو څخه سرتیري جذبوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: له دې سره چې امینتي ادارې پر دې ګوند څارنه لري خو د بندلو لپاره یې هیڅ ګام نه دی پورته کړی او له دې وروسته به ددې ګوند ګواښ جدي ونیول شي.

له دې سره د وزیرانو شورا په ننی ناسته کې په زابل ولایت کې د برمته شویو کسانو په تښتولو هم خبرې وشوې. د شورا ریس یوځل بیا د حکومت تیرې څرګندونې چې د برمته شویو کسانو د خوشي کلو د هڅو په هلکه وې بیا ځلې کړې

په زابل ولایت کې د برمتې پیښه بیا په داسې حال کې رامڼځ ته شوې چې کورنیو چارو وزارت د لویو لارو د امنیت د خوندي کولو ژمنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *