ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې دولت له ملېشه جوړونې سره کلک مخالفت لري ، ځکه ملېشې هېواد ته د نا امنۍ ترڅنګ نورې ستونزې هم زېږوي11059331_813880308688213_3181349365644490113_n.

دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې د ليندۍ په ٢مه د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه را لیږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغان دولت ارزونې ښيي، چې سيمه ييز پوليس يواځې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې موثريت لري او د دغو ځواکونو د تنظيم بهير په دې وروستيو کې له ترتيب شوي ميکانيزم سره سم د ياد وزارت په چوکاټ کې دتطبيق وړ دی.

سرچينه زياتوي افغان دولت په هېواد کې د ملېشې جوړونې مخنيوى کوي، ځکه چې په تېرو وختونو کې ملېشو د ناامنۍ په زياتوالي، د خلکو په ځورولو او د قانون د واکمنۍ په کمزوري کولو کې رول درلوده.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې دولت تل د ترهګريزو ډلو پر ضد مبارزه کړې او په دې وروستيو کې يې د ننګرهار ولايت په څو ولسواليو کې چې د داعش ډلې ګواښونو شتون درلوده پر وړاندې بريالي پوځي عمليات ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې پر يو شمېر پخوانيو قوماندانانو او ملېشه جوړونکو ټينګار شوى چې خلک او په ځانګړي ډول خپل کسان د هېواد د امنيتي ځواکونو ليکو سره يوځاى کړي.

سرچينه زياتوي چې په هېواد کې د امنيت د تامين يواځنۍ لار د امنيتي ځواکونو پياوړي کول دي.

وروسته تر هغه ولسمشرۍ ماڼۍ دغه شان څرګندونې وکړې چې نن د ولسي جرګې لومړي مرستيال ظاهر قدير وويل چې په ننګرهار ولايت کې يې د خپلو کسانو په ملتيا د داعش وسله والې ډلې پر وړاندې مبارزه پيل کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *