ولسمشر غني تیره اونۍ له ځوانانو سره د عدالت غوشتنې جرګه چې ټول د ټاکنیز کمپاین یعني د تحول او تداوم غړي وو تر سره کړه. ښاغلي غني له یو شمیر هغه کسانو سره دا غونډه په لاره اچولې وه چې د ولسمشر واک ته رسیدو لپاره یې هڅې کړې وې او دوی د 0,,17781852_401,00د حکومت له کړنو ستومانه شوي وو او هغه څه چې یې له ولسمشره تمه درلوده تر سره نشول. ښاغلي غني په دې ناسته کې په دریو برخو تر ډیره ټینګار درلود. لومړی دا چې ولسمشر تیر حکومت په درغلی او حتی د خنډونو په رامنځ ته کولو تورن کړ. دوی ویلي تیر حکومت ددې پر ځای چې بنسټ ایښودلی وی کندې یې کیندلې دي او د تیرې پیړۍ حکومتونه یې تر پوښتنې لاندې راوستل. پر دوهمې برخې د ولسمشر ټینګار د سولې پلانونو او د سولې په شرایطو وو چې ولسمشر دا تل پاتې سوله وښودله.

ولسمشر غني په خپل یوه کلن حکومت کې تر ډیره پخواني به ځانګړې تږګه د حامد کرزي دیارلس کلن حکومت تر نیوکو لاندې نه وو راوستی بلکې پر تیر حکومت نیووکې دیری د اجرایي ریس له ستوڼي راوتلې خو ولسمشر غني چې کیدای شي جرړې یې د ټاکنو بنسټ ته ور ګرځي نغواړي تر ډیره په تیر حکومت نیوکې وکړي او هغه هم په روښانه ډول.

خو دوی تیره اونۍ نییش لرونکې نیوکه درلوده او د پخواني ولسمشر حامد کرزي حکومت یې هم د تیرو حکومتونو په سره پرتله کړ او ددې حکومت په ناغیړیو او ستونزو یې نیوکې درلودې.

د ملي یوالي حکومت د حامد کرزي پر حکومت دوه لویې نیوکې لري. لومړی دا چې له ناغیړیه یې کار اخستی او په تیرو دیارلسو کلونو کې یې له فورصتونو ګټه نه ده پورته کړې، هغه دیارلس کلن حکومت چې د سولې او امینت په برخه کې یې کار پیل کړ او له افغانستان سره نړیوالې ټولنې په بیساري توګه مرسته وکړه.

پر پخواني حکومت بله نیوکه د فساد او درغلیو رامنځ ته کول ده چې ولسمشر غني او عبدالله په کراتو دې برخو ته نغوته کړې ده. البته دا دلیل نشي کیدای چې په امنیت او اقتصادي وده کې د ملي یوالي حکومت د پاتي راتلو دلیل او پړه ټوله پر پخواني حکومت ور واچول شي، په دې حکومت کې هم لویې نیمګړتیاوې او ستونزې شتون لري او رامنځ ته شوې چې تر ټولو یې لویه برخه د ملي یوالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافات دي.

د افغانستان په ټولو برخو او هره اداره کې فساد شتون لري چې تر اوسه کابو شوی نه دی او نه هم ددې ستونزې د کابو کیدو لپاره جدي ګام پورته شوی دی. دا هم مهمه نه ده چې ددې سیستم په سر کې کرزی شتون ولري او که غني په هر صورت سره فساد د سیاست او اقتصاد په شاهرګونو کې ځای نیولی دی.

د یوه آند له مخې د فساد فورصت او امکان تر ډیره د ملي یوالي په حکومت کې لیدل کیږي کیدایي په ملي یوالي حکومت کې هم د تیر حکومت په څير فساد او مالي ستونزو او اختلاس شتون ولري خو په سیاسي فساد کې اوسنۍ حکومت د تیر حکومت څخه څو ګامه وړاندې دی او سیاسي فساد مالي او ادراي فساد ته ډیره لاره هواره کړې ده.

د اداري فساد لوی لامل سیاسي فورصت ته د لارې نه هواریدل دی. چارواکي د خپلې ځواکمتیا د ستونو په ځواکمنولو بوخت دي، کوچوني او سیمه ایز ځواکونه پیري او دوی خوښ ساتي. دا وضعیت د ښآغلي کرزي د واکمنۍ پر مهال هم روان وو او حکومت له خپل سیاسي نفوذ او یا د لوړې مالي برخې په وسیله خپل باج اخستونکي درلودل او دوی به یې خوښ ساتل. اوس او د ولسمشر او اجرایي ریس په دوه سري حکومت کې چې د ښاغلي غني او ډاکټر عبدالله لوري یې مشري کیږي ددې برخې کچه تر ډیره لوړه شوې ده. دواړه ډلې د خپلو ډلو د ځواکمنیدو هڅې کوي او پّ عملي توګه حکومت ددې دوه ډلو ترمنځ ویشل شوی په هیوا کې نورې برخې له حکومته لرې ساتل شوې دي. دوی پّ دې آند دي چې خپلو پلویانو ته د څوکیو پیسو او نورو امتیازاتو په ورکولو سره دوی به خوښ وساتي او دا ددوی لپاره یا ددوی په آند تر ټولو ښه لاره ده. ټول امتیازات د حکومت له لوري ورکول کیږي او ټول پوستونه او ځوکۍ ددې دوه ډلو په واک کې دي. دا فساد چې بنسټ یې سیاسي دی په ادارو کې د فساد د رامنځ ته کیدو لامل هم ګرځي او اصل اداري کړۍ او وتیا ته ډير زیان رسوي او دا برخې نورې هم فاسدې کوي.

د فساد دریم ډول مالي دی چې قومي او سیاسي اړخونه لري او له دې مخې تر سره کیږي. دا ډیر فساد د ادارو په څیر سپین او خاورین فساد نه دی چې یو مامور د یو څو روپیو بډې په تر لاسه کولو سره اداره فاسده کوي. دا لوی فساد پر ملي بودیجې او لویو ملي مسولو ته ور ګرځي چې د سیاسي کړیو له لوری تر سره کیږي او ملاتړې یې هم لوی سیاسیون دي. د رانتي په دولتونو کې چې پنځوس سلنه در آمد یې د بې تولیدي برخو څخه تر لاسه کیږي ددې ډول بیلګلې ډيرې لیدل شوې دي او د افغانستان اقتصاد یې هم تر ډيره رانتي او غیر تولیدي کړی دی.

همدا تیره اونۍ اعلان وشو چې د ولسمشری ټاکنو یو نوماند چې د ښاغلي غني په پلویتوب یې له نوماندیه لاس اخستی وو. د حج په بهیر کې یې درې میلیونه ډالره اختلاس کړی دی.

په تیر او اوسني حکومت کې لوی فساد د یوه شخص یا کس په کچه نه تر سره کیږي او ټیټ پوړیو مامورینو ته نه ورګرځي په ځینو برخو کې دا فساد مافیایي او بنسټیز وي چې عمومي اموالو ته ځانګړې لارې او ځانګړې لاسونه لري او ددې کار لپاره پلان رامنځ ته کیږي او حتی ددې بنسټونو له وسه په پورته کچه، دا ډول فساد د سیستم په کچه رامنځ ته شوی وي. د تیر او اوسني حکومت ټول سیستم په فساد ککړ دی او له سیاسي فورصتونو څخه اداري او مالي شخصي ګټې پورته کیږي.

پّ افغانستان کې د فساد سیستم په هغه کچه او اندازه دی چې د مفسدینو نیول او یا څارل شونې نه دي. د کابل بانک مسله چې په دې دوه اونیو کې خبرو زور اخستی له دې برخې څخه یوه برخه شمیرل کیږي. د کابل بانک په پیښه کې ټول ښکیل کسان د ښآغلي کرزي د حکومت چارواکي دي خو په اوسني حکومت کې له دوی څخه یو شمیر هم تر اوسه مصونه او په لوړو پوستونو کار کوي. دې فساد د ښاغلي غني د حکومت لمن نیولې ده. څرنګه یې چې اعلان شوی د ملي یوالي حکومت پریکړه کړې هغه کسان چې د کابل بانک په مسله کې تورن کسان دي او د قضایه ادارو له لوري په لس لس کاله بند محکوم دي نشي کولای په ځینې تړون لیکونو کې ګډون وکړي له دې پرته چې ولسمشر او یا د ملي یوالي حکومت مشرانو یې به هکله نظر نه وي ورکړی او ددوی خوښه یې نه وي تر لاسه کړې.

په کابل کې د ښارګوټي رغاونه یا پروژه کې د کابل بانک د یوه تورن کس ګډون هغه نسخه وه چې ځواکمنو اصلي کړیو له لوري لیکل شوې وه خو د عمومي فشارونو او نیوکو له مخې لغوه شوه په دې کړۍ کې یواځې یو دولتي چارواکی ګرم وپیژندل شو او له خپلې دندې ګوښه کړل شو.

حکومت هم له مسولینو سره د استندرد دوه ګونی چلند کوي. یو شمیر کسان چې په تیر حکومت کې د فساد لویې لویې دوسیې لري تر اوسه نه یواځې چې دوی د قانون منګلو ته نه دي سپارل شوې او له دوی څخه حساب او کتاب نه دی اخستل شوی مصونه دي او په لوړو پوستونو کې ټاکل شوي له دې کسانو څخه چې د کابل بانک په مسله کې دخیل او له هماغه لومړیو یې په دې برخه کې تورن لاس درلود د ملي یوالي حکومت د امن تر سیوري لاندې آرامه بیده دی او له هیچا او هیڅ ادراې څخه ویره نلري بلکې په لویو پروژو کې ونډې اخلي او نوې کسان یې هم په پراخو فسادونو تورنیږي. د پخواني حکومت تورن او په فساد ککړ چارواکي چې د ښآغلي غني او عبدالله له ملاتړه هم برخمن دي خو اوس هم له دې مشرانو د ملاتړ له برکته سرې سترګې ګرځي. حکومت هیڅکله هڅه ونکړه ترڅو د خیالي ښونځیو خیالي روغتیایي مرکزونو خیالي سرتیرو او د کابل بانک د مسلې رامنځ ته کونکي تر قانوني څار لاندې راولي او دوی ته هغه سزا ورکړي کوم چې ور سره ښایي. او اوس د یوه یا څو کسانو چې د ځواکمنتیا ستن نه لري په ګوښه کولو سره غواړي خلکو ته په ډاګه کړي چې دوی په دې برخو کې جدي دي. حکومت باید ټول هغه کسان چې په لویو او کوچونیو فسادي برخو کې لاس لري د قانون منګلو ته وسپاري او هیڅ یو تورن کس له قانونه لوړ ونه ګڼل شي. په داسې حال کې چې ددې فساد دسیستم له رامنځ ته کیدو لږه موده تیریږي او حکومت باید د فاسیدینو پر وړاندې جدي ګام پورته کړی او دا ګام هغه مهال بریالی کیدای شي چې پّ خپله حکومت له سیاسي فساده ژغورل شوی وې او په خپله اداره کې دا ډول فساد په بشپړه توګه له منځه یوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *