امریکایۍ الوتکه، چې ۱۱۵ میلیونه ډالره بیه لري ،په ازمایښتي الوتنو کې ناکامه شوه

د امریکا متحدو ایالتونو د هوایي پوځ د Ghostrider نومې نوې الوتکې تر ازمویلو وروسته، پرېکړه وشوه، چې د هغې له رانېولو ډډه وشي403708. دغه خبره د الوتکې د اوښتلو د پېښې د علتونو د پلټنې د چارو د پلاوي په نظرپاڼه کې راغلې ده.

دغې الوتکې د مکسیکو تنګي دپاسه په ۴،۵ کیلومتره جګوالي کې د ازمایښتي الوتنو پرمهال، د خطر د منځنۍ درجې د مانورې د عملي کولو په ترڅ کې خپل جګوالی یو ناڅاپه له لاسه ورکړ. الوتکه د ۱،۵ کیلو مترو په اندازه راولوېده، خو وروسته افقي حالت ته واړول شوه. پیلوټانو ته کوم زیان نه دی رسېدلی، خو   Ghostrider ته ډېرې حساسې وېجاړۍ ورپېښې شوې.

دغه د AC-130J موډل الوتکه Lockheed Martin کمپنۍ جوړه کړې ده. د دغې الوتکې اساسي دندې — د ځمکنیو پوځونو هوایي ملاتړ او د بارونو رسول دي. دغه ډول هره الوتکه په ۱۱۵ میلیونه ډالره تمامیږي.

سره له دې چې دغه الوتکه، بیخي نوي ډول الوتکه ګڼل کیږي، خو بنسټ یې C-130 «هېکولېس» نومې الوتکه ده، چې خپله لومړنۍ الوتنه یې ان په ۱۹۵۵ کال کې وکړه. د امریکا متحدو ایالتونو د هوایي ځواکونو پخوانی پېلوټ متقاعد ډګروال سلطان محمود هالي داسې ګڼې، چې له تخنیکي اړخه دغه الوتکه ډېره زړه شوې ده.

ده په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې وویل: دا بیخي زړه تکنالوژي ده. علمي څېړنیزې چارې او پنځوونکي کارونه باید په ډېر جدي ډول او زیاته پاملرنه وشي. له خطر سره د وګړو د ژوند د نه مخامخولو په موخه، د ازمایښتونو زیاته برخه باید په ځمکه کې سرته رسول شوې وای. ما په لومړي سر کې فکر کاوه، چې دغه ټول پروګرام به وتړي، خو اوس څرګنده شوې، چې دغه کار نه کیږي. د دوی دا نه خوښیږي، چې له هغو پروژو څخه لاس واخلي، چې ډېر پرې ستړي شوي او ډېره پانګه یې پرې لګېدلې وي.

دا لومړنۍ امریکایي الوتکه نه ده، چې د زړې تکنالوژۍ پر بنسټ جوړه شوې، او پر نوي کولو یې په سلګونو میلیونه ډالره لګول شوي، خو په ازمایښتي الوتنو کې ناکامه شوي وي.

ډېره ځلانده بېلګه یې د F-35 ښکاري الوتکه ده. د دغې الوتکې د پنځولو چارې هم Lockheed Martin کمپنۍ ته ورپه غاړه دي. د امریکا متحدو ایالتونو د هوایي پوځ متقاعد ډګرمن کارېن کویاتکوفسکي داسې ګڼي، چې د زړو الوتکو نوي کول — د وخت بېځایه تېرول دي. دی په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

موږ پر بېلابېل پوځي تخنیک ډېرې زیاتې پیسې لګوو. او دغه الوتکه هم، له همدغه اړخه کومه استثنا نه ده. موږ د C-130 الوتکه، چې د ډېر زاړه موډل الوتکه ده، رااخلو او هڅه کوو چې په رنګ ورکولو یې نوې کړو. تاسې په خپله ووایئ، چې د دغه کار پایله به څه وي؟ دغه کار بریالۍ نتېجه نه ورکوي، چې ډېره ښه بېلګه یې F-35 ښکاري الوتکه ده.. دغه الوتکه هم د نوې پنځول شوې الوتکې په توګه ښودل کېده. بیخي په ډاګه ده، چې د دغې الوتکې د جوړولو په بنسټ کې هم د ښکاري الوتکو زاړه موډلونه اېښودل شوي وو. دغه الوتکه هغسې نه کارول کیږي، چې باید کارول شوې وای، خو بیه یې تر اټکل شوې بیې، ډېره لوړه وختله. دا ډېره قیمتي ښکاري الوتکه ده، خو ډېرې نیمګړتیاوې لري او د کار وړ نه ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *