په يمن کي د حوثيانو يو پلاوي عمان ته تللي تر خو د ملگرو ملتونو د سولي پريکړه ليک په هکله ددي اداري له استازي سره خبري وکړي

حوثيانو داسي خبرو ته چي وکولاي شي د يمن د کلابندي پاي ته رسيدو لامل وگرځي چمتوالي ښودلی97475_213

د حوثيانو له لوري دا پلاوي د کنګرې ملي ګوند چې د ددې هیواد پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ګوند یې هم غړي توب لري رامنځ ته شوی او د یوه رسمي سفر په لړ کې چې ملګرو ملتونو یې منځګړیتوب کړی عمان ته د ددې ادارې د استازي سره د خبرو په موخه رسیدلی. ددې یمني پلاوي غړي به د ملګر ملتونو له لوري د رامنځ ته شوې هوکړه لیک د مخکین لیک په هکله خبرې وکړي د هغه هڅې دي چې په یمن کې د ستونزو د هواری په موخه روانې دي.

محمد عبدالسلام – ” دا خبرې باید جدي وي او دا خبرې باید د جګړې او د یمن د کلابندی پای ته رسیدو لامل وګرځي مونږ د ملګرو ملتونو د ځواپ په تمه وو اوس دې ادارې زمونږ غوښتنې مثبتې ښودلې او دا یې منلې چې باید په هکله یې خبرې وشي.” کليپ ۱

ياسرالعوضي – ” مونږ به د یمن لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره د دې ادارې د غوښتنې په کله خبرې وکړو او که چیرې پرمختګ وشو جینو ته به لاړ شو له مونږ د هر چا په پرتله ډير غواړو چې د جینو ناسته د ګتورې پایلې ولري.” کليپ ۳

د حوثیانو ویاند عبدالسلام ویلي دا پلاوی به د اروپایي ټولنې له استازو سره هم خبرې وکړي. شپږ میاشتې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د یمن د سولې په هکله خبرې له ناکامۍ سره مخ شوې خو د حوثیانو یوه پلاوې هیله مندي څرګنده کړې چې دا پلاوی دا ځل وکولای شي ستونزې هوارې او په رسمي توګه د جینو ناسته پیل کړي. د عربستان په مشری په ایتلاف او په یمن کې د جګړو له امله چې له نهو میاشتو راهیسې روانې دي د ډیریو ملکي کسانو په ګډون تر شپږ زره کسان وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *