د ” پښتني بانک” پخوانى رييس او د دې بانک شپږ کارکوونکي د لسګونو ميليونو ډالرو د اختلاس په جرم، هر يو په لس، لس کاله بند محکوم شول او د فساد په تړاو څلور حکومتي کارکوونکي ونيول شول.

د لويې څارنوالۍ وياند عبدالبصير عزيزي، نن کابل کې د يوې غونډې په ترڅ کې وويل، چې د پښتني بانک پخواني مشر حيات الله دياني دوسيه د لويې څارنوالۍ له لوري بشپړه شوې او په اړه يې درې ګونو محکمو پرېکړه کړې ده8C2AB845-040D-4778-A255-C66B305B3258_w640_r1_s.

نوموړي زياته کړه، چې وروستۍ محکمې دياني او د دې بانک شپږ نور کارکوونکي هر يو د لسو کلونو په تنفيذي بند محکوم کړل.

عزيزي وويل، دې محکمه کې پرېکړه وشوه، څو ټولې اختلاس شوې پيسې چې يو ميليارد، ٢٩ ميليونه او ٩٣٣زره افغانۍ دي، بايد بېرته حکومت ته وسپارل شي.

د لويې څارنوالۍ وياند وويل چې دياني ته د نورو تورنو په څېر، د مدافع وکيل نيولو اجازه ورکول شوې وه.

د پښتني بانک پخوانى مشر، په دې بانک کې د ٣٥ ميليونو ډالرو اختلاس په تړاو د ١٣٩٠ کال په کب مياشت کې نيول شوى و.

ياني او د ياد بانک شپږ نور کارکوونکي د لومړنۍ محکمې له لوري په ١٣٩١ کال کې، هر يو په ٢٠ کاله بند محکوم شوي وو؛ خو نوموړي د محکمې حکم غيرعادلانه بللى و.

د لويې څارنوالۍ له فساد سره د مبارزې ادارې، د پښتني بانک پخواني مشر د نيولو پرمهال ويلي و، چې د نيول شوو کسانو په ډله کې د ښاري پراختيا وزارت لوړپوړي چارواکي هم شامل دي.

سرچينې زياته کړې ده چې ٣٥ ميليونه ډالر د دې کسانو له لوري هغو ٧٠ شرکتونو ته چې فزيکي شتون يې نه درلود او په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارۍ (ايسا) سره هم ثبت نه وو، د پور په ډول ورکړل شوي دي او له يادو کسانو څخه د تضمين په توګه بانک ته سپارل شوې د ملکيتونو قبالې هم جعلي دي.

عزيزي په نننۍ ناسته کې دا هم وويل چې په تېرو دوو اونيو کې د سترو ماليو ورکولو رياست دوه کارکوونکي د ١٦٥زروامريکايي ډالرو رشوت، د لوګر ولايت د کانونو مشر د ١٠زرو امريکايي ډالرو بډو اخيستو او د ښار جوړونې وزارت مالي او ادارې مدير د دوو ميليونو افغانيو رشوت اخيستلو په تور نيول شوي دي.

سرچينې يادونه وکړه چې د دې کسانو دوسيې تر څېړنې لاندې دي.

د يادونې وړ ده چې د کابلبانک پخوانى ونډه وال خليل الله فروزي د کابل استيناف محکمې له لوري د ١٣٩٣ کال د لړم په لسمه په لس کاله بند محکوم شوى و، په دې وروستيو کې له حبس څخه خوشې شو او د ښار جوړونې له وزارت سره يې کابل کې د هوشمند په نوم د ښارګوټي جوړولو تړون لاسليک کړ، چې دې کار د خلکو غبرګونونه راوپارول، چې ولسمشر غني تړون فسخ کړ او زندان ته د فروزي استولو حکم يې صادر کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *