د ډېوېډ کمېرون دا نوې هڅې به په سوريه کې د بريتانيا پر پوځي شتون راټولې وي

د بريتانيا لومړی وزير ډېوېډ کامېرون به روانه اوونۍ د دې هېواد پارلمان ته د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل پلان وړاندې کړي.

له بېلابېلو ګوندونو جوړې شوې ډلې تېره اوونۍ ويلي وو، چې بې له کوم هر اړخيزه پلانه په سوري151122053855_cameron_syria_plan_640x360_epa_nocreditه کې د بريتانيا پوځي کړنې نشي پر مخ تللی.

ويل کېږي د بريتانيا لومړی وزير به د پارلمان غړي دې ته راضي کړي چې په سوريه کې د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې پوځې مداخله وکړي.

په ۲۰۱۳ کال کې د بريتانيا پارلمان په سوريه کې د پوځي مداخلې پر ضد رايه ور کړې وه.

خو بيا وروسته پارلمان په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د هوايي بريدونو اجازه ورکړه.

د ډېوېډ کمېرون دا نوې هڅې به په سوريه کې د بريتانيا پر پوځي شتون راټولې وي.

د بريتانيا د خارجه چارو ټولنه وايي په سوريه کې د بريتانيا پوځي ګړنې تر هغه نشي پراخېدای چې تر څو د اسلامي دولت ډلې پر وړاندې يو نړيوال هر اړخيزه پلان جوړ نشي چې په ترڅ کې يې دې ډلې ته ماته ورکړل شي.

د بريتانيا لومړی وزير باوري دی چې د دغې ټولنې پوښتنو ته به ځواب ورکړي او د دې اوونۍ تر پايه به د سفارتي، سياسي او پوځي چارو يو پلان تيار کړي.

خو بل خوا د بريانيا ځينې ورځپاڼې لکه ټيلي ګراف او دي ټايمز وايي کېدای شي په سوريه کې د پوځي مداخلې په اړه رایې اچوونه له کرېسمېس واړندې او د بريدونو لړۍ له هغه وروسته پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *