د اسين غړيو هيوادونو مشرانو په ماليزيا کي ددي ټولنې دوهمه کلنی ناسته کې يوه هر اړخيزه هوکړه لاسليک کړې

اسين ټولني د غريو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي سياسي او امينتي ستو13174نزو د هواري په موخه رامنخ ته شوي ده

د آسیا سویل ختیځې یا ایسین ټولنې تیره ورځ د مالیزیا په پلازمینه کوالالامپورې کې یوه ناسته تر سره کړې په دې ټولنه کې لس هیوادونه غړیتوب لري چې د انسان په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د قاچاقو د مخنیوې په هکله یې یوه هوکړه کړې ده. له دې سره دې ټولنې یوه بله هوکړه چې له کلونو راهیسې چمتو شوې وه تیره ورځ لاسلیک کړې ده دا لاسلیک شوې هوکړه اقتصادي سیاسي او ټولنیز مسایل رانغاړي.

د مالیزیا لومړي وزیر نجیب رزاق په دې غونډه کې ویلي. د ایسین ټولنې پّ رامنځ ته کیدو سره به د غړیو هیوادونو ترمنځ د سوداګری تعرفه له منخه یووړل شي او غړي هیوادونه اوس مهال باید د یوه ګډ بازار د رامنځ ته کیدو هڅې ووکړي داسې یو بازار چې له مخې به یې یو شانته په معیارونو برابر سودګری بهیر پیل شي.

نجيب رزاق – “مونز اوس مهال باید د یوه آزاده بازار د رامنځ ته کولو لپاره پلانونه تر لاسه لاندې ونیسو داسې یو بازار چې معیارې اویو شانته والی ولري مونز باید په خپلو پولو کې د سوداګری د ودې لپاره خنډونه له منځه یوسو.”

د مالیزیا لومړي وزیر ددې ناستې پر مهال وویل د ایسن په کړی کې باید د غړیو هیوادونو د سوداګری ترمنځ باید یو شانته والی رامنځ ته شي او دا هیوادونه باید د مالي اقتصادي او سیاسي برخو کې له یوه بل سره خبرې وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *