هرات كې دوه مهم طالبان او د مخدره توكو ۶۰۰ زره افغانۍ عايد نيول شوى
هرات كې دوه مهم طالبان او د مخدره توكو ۶۰۰ زره افغانۍ عايد نيول شوى
هرات كې دوه مهم طالبان او د مخدره توكو ۶۰۰ زره افغانۍ عايد نيول شوى په هرات كې د دريو بېلا بېلو عملياتي اقداماتو په ترڅ كې له طالبانو سره په تړاو دوه تنه، او په يوه صرافۍ كې د مخدره موادو د پلور په نتيجه كې ترلاسه شوې نغدې ۶۰۰ زره افغانۍ نيولې دي.
د هرات له امنيه قومندانۍ كليد ته راستول شوې خبرپانه وايي، سردار محمد يې په ګذره ولسوالۍ كې له طالبانو سره د اړيكو ساتلو له كبله نيولى او دى د ګذر لپاره د طالبانو والي نومول شوى و.
بل تن بيا په شينډنډ كې د چاودنو او بمي بريدونو طراح ښودل شوى چې د همدې ولسوالۍ په زاول كلي كې له يو ريموټ ماين سره ځاى پر ځاى نيول شوى دى.
سرچينه د يو بل خبر له مخې وايي، د مخدره توكو د پلور له كبله ترلاسه شوې ۶۰۰ زره افغانۍ يې د همدې ولايت په يوه صرافۍ كې كشف كړي او څارنوالۍ ته يې تسليم كړې دي.
دا په روان كال كې دوهم ځل دى چې د هرات پوليس د مخدره توكو له كبله قاچاقچيانو ته لاس ته ورغلي عوايد كشف او له صرافيو څخه يې نيسي بيا يې دولتي اړوندو ارګانونو ته تسليموي.