د چین کانونه د نړۍ له ډېرو خطرناکو هغو بلل کېږي، چې هر کال پکې سلګونه کارکونکي وژل کېږي

چین کې دولتي رسنۍ وايي د دغه هېواد ختیځ کې د ډبرو سکرو یوه کان کې اور لګېدلی، چې پکې ۲۱ وژل شوي او یو بې درکه دی.

اور د جمعې په ورځ د هېیلونګ جیانګ ایالت ژیشي ښار ته څېرمه یوه دولتي کان کې ولګید151111090926_china_coal_file_640x360_ap_nocredit.

له دې مخکې ویل شوي و، چې د اور لګیدو له کبله ۲۲ کسان په کان کې دننه ایسار دي، خو د اور لګیدو لامل معلوم نه دی.

د چین کانونه د نړۍ له ډېرو خطرناکو هغو بلل کېږي، چې هر کال پکې سلګونه کارکونکي وژل کېږي.

دا وروستیو کلونو کې البته د خوندیتابه سختو قوانینو او تدبیرونو له کبله دغه مرګژوبله کې لږوالی لیدل کېږي.

د شينهوا رپوټ کې راغلي، چې د اور لګیدو پر مهال ۳۸ کان کېندونکي دننه پکې بوخت وو، خو وايي ۱۶ کسان توانیدلي له کانه بهر شي.

چارواکي وايي اوس دغه اور کابو شوی دی.

پروسږ کال د لیانونګ ایالت په یوه کان کې اور ولګید، چې له کبله یې ۲۴ کسان ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *