په داسي حال کي چي تيره ورخ ددي هيواد پر يوه هوتل د دله ايز بريد له امله ۲۱ برمته شوي کسان وژل شوي دي او ددي بريد پره پر القاعدي اروند يوي وسله والي دلي منلي ده

د مالي پر پنځه ستوري هوتل د برید مسولیت د المرابطون وسله والې ډلې چې له القاعدې سره اړیکې لري پر غاړه اخستی دی. برimage.adapt.960.high.mali_hotel_hostages_06aیدګرو په دې هوټل کې یو سل اویاکورني او بهرني وګړي برمته کړي وو او له ددوی د خوشي کیدو لپاره یې له دولتي بندخونو د خپلو ملګرو د خوشي کولو غوښتنه کوله. خو د مالي هیواد پوځیان د امریکایي او فرانسوي ځواکونو په مرسته دا برمته پای ته رسولې ده. د مالي ولسمشر په خپله هیواد کې بیړنۍ حالت او درې ورځې غمیزه اعلان کړې ده. په دې برید کې یو ویشت کسان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

ابراهيم بوبکر کيتا/ ” له نن نیمې شپې وروسته به بیړنۍ حالت روان وي زمونږ بیرغونه به د نړی په هیوادونو سفارتونو او قونسلګریو کې نیمه ځوړند وي او له دوشنبې ورځې درې ورځینې غمیزه اعلان شوط ده.” کليپ ۲

د مالي دولت له دوه زره دولسم کال راهیسې په شمالي سیمو کې له وسله والو ډلو سره په نښته بوخت دی او درې زره پنځه سوه فرانسوي ځواکونه هم په دې هیواد کې میشت دي چې دنده یې له وسله والو سره د جګړې پر مهال د مالي له ځواکونو ملاتړ ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *