پر سوريي د روسيي د کروز توغنديو په بريدونو کي ۶۰۰ د داعش جنگيالي وژل شوي دي

له دي سره د روسيي ولسمشر دفاع وزارت ته دنده سپارلي ترڅو په سوريه کي د ترهگري پر وړاندي د عملياتو دوهم پړاو له دي هم پrussiaه سختي سره پيل کړي

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو چې ولسمشر پوتین ته یې د ریپوټ وړاندې کولو پر مهال ویلي: روسي ځواکونو پر داعش درانه ګوزارونه کړي او تر اوسه ددوی د هغه کروز توغندیو په بریدونو کې شپږ سوه جنګیالي وژل شوي کوم چې د خزر او مدیترانې له بیړیو توغول شوي دي. ده ویلي دې بریدونو پّ سوریه کې د داعش د پرمختګ مخنیوی کړی او له بلې خوا داعشیان د سوریې د شمال او شمال لویدیځ په لور د تیښتې په حال کې دي. ده زیاته کړې د تیرو څلورو ورځو په پنځه سوه دوه ویشتو عملیاتو کې له سلو ډیر کروز توغندي توغول شوي او یو زر څلور سوه بیلا بیلو ډوله بمونه کارول شوي دي.

سرگئي شويگو/ ” ده ویلي زمونږ د جنګي الوتکو شمیره دوه برابره یعنې نهه شپته الوتکوته رسیدلې او هره ورځ یو سل درې څلویښت عملیات تر سره کیږي. لس بیړۍ هم فعاله دي چې په مدیترانې سمندر کې ځای پر ځای شوې د نومبر پّ میاشت کې له خزر سمندر څخه اتلس کروز توغندي توغول شوي او په رقه ادلیب او حلب ښارونو کې یې اوه مرکزونه تر برید لاندې راوستلي او له منخه یې وړي دي.”

ولاديمير پوتين/ ” زه له تاسو منندوی یم خو باید ووایم چې له ترهګرو د سوریې د پاکوالي او له ترهګری ځخه د سوریې د دفاع لپاره دا بسنه نکوي مونږ ډیر کار لرو د عملیاتو په دوهم پړاو کې باید دا بریدونه پّ مسلکي ډول تر سره او زور ورکړل شي.”

شویګو وویل: اوسني عملیات د اقتصادي سرچینو د له منځه وړلو لپاره په پام کې نیول شوي تر اوسه د تیلو پنځه ساتنځایونه چې هره ورځ به یې شپیته زره بوشکې تیل تولیدول له منځه وړل شوي . له دې سره د ترهګرو درویشت روزنیز نولس د بمونو او چاودیدونکو توکو د تولید اوه څلویښت د وسلو ساتنځایونه له منځه وړل شوي دي او سوریې ځواکونو ددې هیواد په بیلا بیلو سیمو کې پرمختګ کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *