هرات كې دوه مهم طالبان او د مخدره توكو ۶۰۰ زره افغانۍ عايد نيول شوىimages__stories__image2015__province__west__herat-zindani-1

هرات كې دوه مهم طالبان او د مخدره توكو ۶۰۰ زره افغانۍ عايد نيول شوى په هرات كې د دريو بېلا بېلو عملياتي اقداماتو په ترڅ كې له طالبانو سره په تړاو دوه تنه، او په يوه صرافۍ كې د مخدره موادو د پلور په نتيجه كې ترلاسه شوې نغدې ۶۰۰ زره افغانۍ نيولې دي.

د هرات له امنيه قومندانۍ كليد ته راستول شوې خبرپانه وايي، سردار محمد يې په ګذره ولسوالۍ كې له طالبانو سره د اړيكو ساتلو له كبله نيولى او دى د ګذر لپاره د طالبانو والي نومول شوى و.

بل تن بيا په شينډنډ كې د چاودنو او بمي بريدونو طراح ښودل شوى چې د همدې ولسوالۍ په زاول كلي كې له يو ريموټ ماين سره ځاى پر ځاى نيول شوى دى.

سرچينه د يو بل خبر له مخې وايي، د مخدره توكو د پلور له كبله ترلاسه شوې ۶۰۰ زره افغانۍ يې د همدې ولايت په يوه صرافۍ كې كشف كړي او څارنوالۍ ته يې تسليم كړې دي.

دا په روان كال كې دوهم ځل دى چې د هرات پوليس د مخدره توكو له كبله قاچاقچيانو ته لاس ته ورغلي عوايد كشف او له صرافيو څخه يې نيسي بيا يې دولتي اړوندو ارګانونو ته تسليموي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *