سعودي عربستان: شاعر او هنرمند ته د اعدام سزا ټاکله شوې

رپوټونو کې ویل کېږي، چې اشرف د مدافع وکیل خدمتونو ته لاسرسی نه درلود150518151840_beheadings__640x360_thinkstock_nocredit

سعودي عربستان کې یوه شاعر او هنرمند اشرف فیاض ته مذهب ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا ټاکله شوې ده.

اشرف فیاض سعودي عربستان کې زېږېدلی، چې له اره فلسطینی دی او پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

لومړۍ محکمې هغه ته د څلور کاله زندان او اته سووه درو سزا اورلې وه.

د هغې پرېکړې خلاف د استناف له ردېدو وروسته یوه بله محکمه کې نوموړی دویم ځلې محاکمه شو، چې پکې د اعدام سزا ورته وټاکله شوه.

رپوټونو کې ویل شوي، چې اشرف د مدافع وکیل خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

له دې مخکې سعودي عربستان کې زنداني بلاګ لیکوال رایف بداوي ته د لس کاله زندان او ۱۰۰۰ درو سزا د ورته تور له کبله ورکړله شوې وه

نوموړي ته د استناف غوښتنې لپاره ۳۰ ورځې وخت ورکړل شوی دی.

د برتانیا رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې اشرف ۲۰۱۳ کال کې له سویل لوېدیځې ابها سیمې نیول شوی و.

د هغه پلویان بیا وايي هغه یوه ویډیو خپره کړې وه، چې پکې مذهبي پولیسو یو سړی په درو واهه او له همدې کبله نوموړی په نښه شوی دی.

له دې مخکې سعودي عربستان کې زنداني بلاګ لیکوال رایف بداوي ته د لس کاله زندان او ۱۰۰۰ درو سزا د ورته تور له کبله ورکړله شوې وه، چې وايي مذهب ته یې سپکاوی کړی.

وړمه ورځ د سریلانکا یوه وزیر له هغه وروسته، چې د دغه هېواد یوه اوسېدونکې ښځه هلته سنګسار شوه، هیله څرګنده کړه، چې د هېواد حکومت به یې سعودي عربستان ته د خادمو په توګه د ښځو پر لېږلو بندیز ولګوي.

د یادې ښځې نوم نه دی یاد شوی، خو د دوو ماشومانو پر دغې مور تور و، چې له یو سریلانکايي سړي سره یې ناروا اړیکي درلودل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *