د امرالله صالح په مشرۍ دغه پلاوي نن د خپل رپوټ نتیجه په شلو پاڼوکې د رسنیو سره شریکه کړه894B866A-EF1C-43ED-B621-A3D35C3658EB_cx0_cy8_cw0_mw1024_s_n_r1.د امرالله صالح په مشرۍ دغه پلاوي نن د خپل رپوټ نتیجه په شلو پاڼوکې د رسنیو سره شریکه کړه.

د کندز د سقوط د ارزونې د پلاوي مشر امرالله صالح وایي چې دغه ښار د کومې دسیسې له مخې نه بلکې د کمزوري مدیریت او رهبرۍ له امله د طالبانو لاس ته ورغلی وو.

د کندز د ښار د سقوط د ارزونې د پلاوي مشر امرالله صالح او ددغه کمیسیون یو شمیر غړو نن د شنبې په ورځ په کابل کې په یو ګډ خبري کنفرانس کې د طالبانو لاس ته د کندز د ښار د لویدلو په عواملو خبرې وکړې وې ویل چې په مرکز او ولایت کې ناسم مدیریت اود تشکیلاتو پیچلتیا د دغه ښار د سقوط سبب شوی وو.

ښاغلي صالح وویل “مونږ په هیڅ ځای کې دا ونه لیدل چې سرتیري د مرمیو د کمې له امله خپله وظیفه پریښي وي، مونږ په هیڅ ځای کې په قطعاتو کې د خوړو کمښت ته متوجه شوي نه یو، برخلاف تاسې په راپور کې ګورئ چې په لسګونو زرهي او غیر زرهي وسایط د طالب لاس ته لویږي د رهبرۍ کمزوري ده “.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د طالبانو له خوا د کندز د ښار د نیولو وروسته د طالبانو له خوا د دغه ښار نیولو د عواملو د لټولو لپاره یو شپږ کسیز پلاوی وټاکه.

دغه پلاوي د میزان په اتلسمه خپل کار پیل کړ او د عقرب په اومه یې په دوه سوه پاڼو کې یو رپوټ د افغانستان د ملي امنیت شورا ته وسپاره.

د امرالله صالح په مشرۍ دغه پلاوي نن د خپل رپوټ نتیجه په شلو پاڼوکې د رسنیو سره شریکه کړه.

امرالله صالح وویل چې ددغه راپور په ترتیبولو کې یې په خپلواکه توګه عمل کړی او د جمهوررئیس غني او اجرائیه رئیس عبدالله په ګډون یې د ملي امنیت د شورا له غړو ددغه راپوټ په سر سره اوږدي خبرې کړي دي.

هغه وویل چې د کمیسیون د یو غړي فضل کریم ایماق پرته چې د کمیسیون د جوړیدو له سره یې په دغه کمیسیون کې کار کولو سره مخالفت ښودلی د فاروق وردګ په کډون د کمیسیون نور ټول غړي د نننۍ خپور شوي رپوټ د محتویاتو سره موافق دي.

امرالله صالح د کندز په سقوط کې د طالبانو ترڅنګ د یوې بلې ډلې نوم هم واخیست وې ویل چې که څه هم دا ډله د دولت ترنفوذ لاندې ده خو د قوي مرکزي حکومت هم نه غواړي.

ښاغلي صالح وویل ” مونږ یوه بله شبکه چي د دولت ترسیوري لاندې ده ، خو نه پریږدي چې یو قوي دولت رامنځ ته شي، مونږ د خړ رنګې شبکې په نوم څیړلې ده”.

امرالله صالح په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا په تشکیلاتو کې یو لړ کمزوریو یادونه وکړه ، وړاندیز یې وکړ چې دا شورا په دوه برخو وویشل شي، چې د صالح په وینا یو برخه به د مشرتابه لپاره راپورونه ترتیب کوي او مشرتابه یې تائید او یا هم ردوي.

امرالله صالح د کندز په جګړه یې د امریکایي هوایي ځواک ونډه ډیره مهمه وبلله وې ویل چې امریکایي جنګي الوتکو د کندز د دوري په سیمه کې د طالبانو په لومړۍ لیکه د هوایي بمباریو وروسته د جګړې لوری بدل کړ او طالبان یې د ښار پریښودلو ته اړ کړل.

هغه وویل چې د کندز عملیات یو کال وړاندې پلان شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *