د ملگر ملتونو امنيت شورا د يوه پريکړه ليک په تصويب سره له ټولو هيوادونو غوښتي ترڅو د داعش پر وراندي د يوالي تگلاره خپله کړي0,,17120767_303,00

دا پريکړه ليک د فرانسي له لوري چمتو شوی او فرانسوا هولاند ويلي دا مخکين ليک يي د داعش وسله والي ډلې د له منځه وړلو لپاره چمتو کړی دی

دا پریکړه لیک د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوری د پاریس له خونړي برید یوه ورځ وروسته چې پړه یې د داعش وسله والې ډلې منلې وه تصویب شوی دی. امنیت شورا په دې پریکړه لیک کې له ټولو هیوادونو غوښتي ترڅو د داعش پر وړاندې سخته مبارزه پیل کړي او ددې ترهګریزې ډلې د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي. د امنیت شورا دوره یي ریس او د بریتانیا سفیر د امنیت شورا دوه زره دوه سوه نهه څلویښتم پریکړه لیک د نړۍ لپاره د داعش پر وړاندې د مبارزې په وخه ښکاره پیام ښودلی او له ټولو نړیوالو یې غوښتي ترڅو پّ سوریه او عراق کې د داعش د له منځه وړلو لپاره لاس په کار شي.

متيو ريکفورت/ ” مونږ نن ښکاره او روښانه پیام استولی چې مونږ به د داعش د له منځه وړلو لپاره له هیڅ دول هڅو او زیار څخه ډډه ونکړو. د پاریس پّ واټونو د لبنان په ښار او د مصر په سینا سیمه کې د داعش ترهګریزو بریدونو دا وښوده چې دا ډله هیځ ډول پوله نه مني او مونږ باید ددې ډلې پر وړاندې جدي مبارزه وکړو

.

فرانسوا ديلاتري/ ” ده ویلي د داعش وسله والې ډلې د ځپلو لپاره نړیوالو لاس په کار کیدل ډير اړین دي دا پریکړه لیک له ټولو په ټول توان سره د داعش پر وړاندې د جګړې غوښتنه کوي دا پریکړه لیک نړیوالو ته یو ځواکمن سیاسي او حقوقي پیام دی چې باید د داعش پروړاندې لاس په کار شي .” کليپ ۵

داعش پّ دې وروستیو کې پّ فرانسه لبنان او مصر کې خونړي بریدونه تر سره کړي دي له دې تر ټولو خونړۍ برید په پاریس کې وو چې له امله یې یوسل دیرش کسان ووژل شول او نږدې څلور سوه نور ټپیان شول دې بریدونو لویدیځ هیوادونه پّ ځآنګړې توګه اروپآیې ټولنه لړځولې ده او دې ټولنې تیره ورځ د خپلو پولو د ټینګښت په موخه ځینې پلانونه رامنځ ته کړي دي بله خوا د آلمان استخباراتو ریس له یوې ترهګریزې نړیوالې جګړې له رامنځ ته کیدو خبر ورکړی ویلي یې دي د پآریس په څیر ترهګریز بریدونه هر وخت او هر چیرته رامنځ ته کیدای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *