افغان ولسمشر له خپل قزاقستاني سيال سره د تيري ورخي په ليدنه کي د دوارو هيوادونو پر همکاري تينگار کري او وروسته يي بيا په يوه گدي خبري ناسته کي گدون وکر د قزاقستان ولسمشر ويلي د دوارو هيوادونو ترمنخ د سوداگري کچه خلور سوه ميليونو دالرو ته رسيزي او بايد دا کچه لوره کرل شي همدارنگه دوي په اقتصادي سياسي او نورو برخو کي هم د ودي غوشتنه کري ده2004183-thumb

د نړیووال امنیت او اقتصاد د ودې په هکله خبری د افغانستان او قزاقستان د ولسمشرانو د لیدنی له اصلی موخو خ خه شمیرل کیږي. ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي سازمان د خوړو امنیت له رامنخ ته کولو ملاتړ کړی دی

دا هیواد له دوه زره لسمه افغان محصلینو ته د په عملي توګه د زدکړو بهیر پیل کړی او اوس مهال د نهو سوو په شاوخوا کې افغان محصلینو په دې هیواد کې په زدکړو بوخت دي له دی سره دی هیواد پّ تیرو وختونو کې هم له افغانستان سره په بیلا بیلو اړخونو کې ديری مرستې کړې دي لکه د بیړنیو حالتو بشر دوستانه په بامیانو او سمنګانو ولایتونو کې له بنستیزو پروژو سره مرستې ولسمشر غني له خپل قزاقستاني سیال سره د لیدنې پر مهال ددوی له مرستو مننه کړې ده

د قزاستان ولسمشر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د افغانانو تر مشری لاندې د پخلانې له بهیر څخه ملاتړ کوي او دوی به د دوه اړخیزې همکاری په کړۍ کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي

د قزاقستان ولسمشر په ډې ګډه خبررې ناسته کې ویلي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګری کچه پّ کال کې ځلور سوه میلیونو ډالرو ته رسیږي او باید دا کچه لوړه کړل شي دده پّ وینا دوی مخکې له دې له شپز سوه زره ټنه ډیر غنم افغانستان ته استولي دي.

له دې سره قزاقستان د دوه زره اولسم او اتلسمو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا لند مهالي غړي په توګه له نوماندیه د افغانستان له پلویتوب څخه مننه کړې له دې سره دواړو مشرانو د ګډ امنیتي ګواښ په کله اندیښنه ښودلې ویلي یې دي چې د منځنۍ آسیا هیوادونو له ګډو پولو سره د داعش ګواښ شتون لري. دوی ژمنه کړې چې ددې پولې په اوږدو کې به له ترهګری او نشه یې توکو له قاچاقو سره مبارزه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *